کابل کې د هندوانو پر عبادتځای برید؛ طالبان: نښته پای ته ورسیده او بریدګر ووژل شول

اطلاعات روز: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د «اهل هنود» پر معبد د برید په پای کې بریدګر لمنځه تللي او د یو طالب او یو هندو هیواد وال د وژل کیدو تر څنګ اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، محاصره پای ته رسیدلې او دننه په درمسال کې ټول برید کوونکي وژل شوي دي.

طالبانو دا نه دي ویلي چې څو بریدګرو په معبد حمله کړې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه برید نن (شنبه، ۲۸ د غبرګولي) سهار شاوخوا ۶:۳۰ بجې د کارته پروان په سیمه کې د یوې وسله والې ډلې له خوا د لاسي بمونو په غورځولو سره پېل شوی.

د دغه وزارت په وینا، برید ګرو لومړی لاسي بمونه غورځولي وو چې په همغه شیبه کې یې دوه اهل هنود هیواد وال ټپیان کړي وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې بریدګرو غوښتل د خلکو ګڼه ګوڼه کې موټر بم ته چاودنه ورکړي، چې موخې ته له رسېدو وړاندې وچاودید. ويل کيږي په دې چاودنه کې چاته زيان نه دى اوښتى.

 تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

په تیرو وختونو کې هم په افغانستان کې د سیکانو او هندوانو اقلیتونه په پرله پسې ډول د مرګوني بریدونو موخه ګرځیدلي وو. چې داعش یې مسوولیت منلی وو.