کندهار کې ناپیژانده وسله والو د یوې کورنۍ درې غړي وژلي

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي مسوولین وایي، د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې ناپیژانده وسله والو د یوې کورنۍ یو نارینه او دوه ښځې وژلي دي.

د ميوند ولسوالۍ له پاره د طالبانو د ولسوال مرستیال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې یاده پیښه دوه ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ د «شاهي کارېز» په سيمه رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې يو کور ته ناپیژانده وسله وال کسان ور اوښتي او له هغه وروسته يې د دغې کورنۍ درې غړي وژلي او يوه جلۍ یې ټپي کړې.

د ده په وينا چې په وژل شويو کسانو کې د یوې کورنۍ خاوند، میرمن او لور شامل دي او یوه بله لور یې ټپي شوې ده.

د هغه په خبره چې  ټپي شوې جلۍ يې په کندهار کې ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال کړې او هلته تر درملنې لاندې ده.

د دې بیښې اصلي علت نه دی معلوم خو، طالبان وايي د پیښې د عاملینو په لټه کې دي او ډیر ژر به یې ونیسي.

په دې وروستیو کې د هیواد به جنوبي حوزه کې پټې وژنې زیاتې شوي او دې چارې خلک سخت اندیښمن کړي چې د طالبانو له حکومت څخه يې د مخنیوي غوښتنه کوي.