اطلاعات روز: د خوست سپېرې ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۵۰ تنه مړه او له ۱۰۰ ډېرو ټپيانو خبر ورکول شوی.
د تېرې شپې زلزلې له امله له پکتيکا وروسته په خوست ولايت کې هم خلکو ته ګڼ مالي او ځاني تلفات اوښتي.
د دغه ولايت يو اوسېدونکي نور الله اطلاعات روز ته وويل، چې په سپېرې ولسوالۍ اړوند «افغان دوبی» کلي کې د شديدې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۰ ډېر مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د خوست ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس هم د ۴۰ مړه شويو او ۴۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کوي.
د اطلاعات او کلتور رییس شبير احمد عثماني ويلي، چې د دغې پېښې له امله له ۱۰۰ ډېر کورونه هم نړيدلي دي.
هغه زياتوي، چې ځپل شويو خلکو ته يې د لومړنيو مرستو رسولو هڅې پيل کړې دي.
په ورته مهال له پکتيکا راپورونه وايي، چې د دغه ولايت په ګيان، برمل او زيړوک ولسواليو کې د شوې زلزلې د قربانيانو شمېر له ۵۰۰ پورته ښودل شوی دی.