انځور: ټولنیزې رسنۍ

قطر، ایران او پاکستان د افغانستان زلزله ځپلو ته مرستې واستولې

اطلاعات روز: د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزله ځپلو لپاره د قطر او ایران مرستې کابل ته رسېدلي؛ همدارنګه پاکستان هم د ځمکې له لارې پکتیکا ته خوراکي توکي استولي دي.

مجاهد نن سهار (پنج‌شنبه، ۲ د چنګاښ) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د قطر هیواد د بشري مرستو یوه الوتکه تېره شپه کابل کې ښکته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، ايران هم زلزله ځپلو ته د بشري مرستو دوه الوتکې رالېږلې دي.

مجاهد همداراز لیکلي چې د پاکستان له لوري د خوراکي او د اړتیا وړ توکو ډکې اته لارۍ د ځمکې له لارې پکتیکا ولایت ته رسېدلي دي.

د جاپان حکومت هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.

د سه شنبې په شپه (۳۱ د غبرګولي)  یوې زورورې زلزلې د پکتیکا او خوست په ګډون د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول.

د طالبانو د وروستیو شمېرو له مخې یوازې د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان دي.

د طالبانو سرپرست حکومت له مرستندویه موسېساتو څخه غوښتي چې د زلزله ځپلو سره په مرستو رسولو کې همکاري وکړي.

د هېواد په يو شمېر نور ولايتونو کې هم ولسي وګړو د ټپيانو لپاره د مرستو راټولولو کمپاين پيل کړى دى.