په خوست او پکتیکا کې د زلزلې له امله ۱۴ کلي او ۱۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي

اطلاعات روز: د وړمې شپې زلزلې له امله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزلې د ځاني تلفاتو ترڅنګ په سیمه کې ۱۴ کلي او له ۱۵۰۰ کورونو زیات نړولي دي، چې اوس یې خلک په بې سرپناه حالت کې له خورا بد وضعیت سره مخ دي.

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په سیمه کې کې یې دوه کلي چې په کې ۱۵۰ کورنۍ اوسېدې په بشپړ ډول له منځه تللي او اوسېدونکي یې اوس په باراني موسم کې تر شنه اسمان لاندې بشري مرستو ته سترګې په لاره دي.

د ګیان یو تن اوسېدونکي نور جمال اطلاعات روز ته وویل، چې کور یې ړنګ شوی او په کې د کورنۍ درې غړي یې هم مړه شوي دي.

هغه زیاتوي چې اوس مهال په ویجاړه ودانۍ کې په خورا بد وضعیت کې د کورنۍ له پاتې غړو سره شپې تېروي.

د پکتیکا ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلي وایي، کورونه یې ویجاړ شوي او اوس د سرپنا لپاره هیڅ نه لري

نوموړي وویل: «کله چې زلزله وشوه، نو ځینې کسان زما د کورنۍ وژغول شول، خو پاتې درې نور په کې شهیدان شول، زما کور په بشپړ ډول نړېدلی او اوس په پاتې یوې خونه کې چې هغې هم درزونه کړي د باران له وجې په کې شپه تېرو.»

پکتیکا د شوې زلزلې تر ټولو زیانمن ولایت دی له ګیان وروسته په برمل ولسوالۍ کې هم خلکو ته ګڼ مالي او ځاني تلفات اوښتي د معلوماتو له مخې چې په دغې ولسوالۍ کې له ۶۰۰ ډېر کسان مړه شوي او د دې دوه برابره ټپیان دي.

دا ولسوالۍ چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده، خلک یې تر ډېره په غرنیو سیمو کې ژوند کوي. د برمل یو اوسېدونکي ملا وزیر وویل چې یو ازې په دې ولسوالۍ کې له ۸۰۰ ډېر کورونه نړیدلي دي.

نوموړی داسې وايي: «زمونږ د برمل ټول خلک په غرونو کې ژوند کوي او هلته یې کورونه جوړ کړي دي، ځکه چې برمل غرنۍ ولسوالۍ ده، نو له پرون راهیسې تر نن یوازې پاتې خلک د شهیدانو خاورو ته سپارلو بوخت دي. تېره شپه هم د سیمې خلکو قبرونه کیندل. د کورنو ویجاړېدو په اړه به دومره درته ووایم کوم کلي چې نړیدلي په هر کلي کې له ۱۵۰ ډېرې کورنۍ اوسېدې او د کلیو شمېر هم ۶ دی.»

د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې هم زیات کورونه ویجاړ شوي او ډیری کسان په زلزله کې مړه شوي چې خلک یې اوس مړي خاورو ته سپاري

له پکتیکا وروسته د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې هم ځینې برخې د زلزلې ټکانونو لړزولې دي او خلکو ته یې ځاني او مالي تلفات اړولي.

سپېره یواځینۍ هغه ولسوالۍ ده، چې ۴۰ کسان په کې مړه شوي او له ۶۰ ډېر ټپیان دي، په شوې زلزله کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ د خلکو لسګونه کورونه هم نړیدلي دي.

اوسېدونکي یې وايي، له نورو ولسوالیو او سیمو ځوانان د مرستې لپاره سیمې ته ورغلي او د ایسارو کسانو د را ایستلو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

د دغه ولایت یو تن اوسېدونکي مسعود اطلاعات روز ته وویل، چې په سپېره ولسوالۍ کې څو کلي په بشپړ ډول نړېدلي او پاتې کسان چې ښځې او ماشومان دي خوندي سیمو ته استول شوي دي.

هغه وايي: «مونږ چې پرون سهار سپېرې ولسوالۍ ته لاړو نو خلک په ډېر بد وضعیت کې و او ډېر داسې کسان مو وژغورل چې تر سهار په خاورو کې لاندې پاتې و او د مرستې چغې یې وهلې. سپېره کې مرګ هم ډېر شوی خو مالي تاوان بیا ډېر زیات خلکو ته اوښتی دی.»

پخواني ولسمشر غني او د ځینو نورو افغان سیاسي څېرو سربېره د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو اوسېدونکي په نړیوالو خیریه بنسټونو د مرستې غږ کوي او وايي، د زلزلې له امله ځايي خلکو ته د سرپناه او خوړو برخه کې باید عجلې مرستې وشي.

اطلاعات روز ته په رسېدلو ارقامو کې راغلي چې د رامنځته شوې زلزلې له امله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له ۳۰۰۰ ډېر څاروي هم له منځه تللي دي.