په خیریه بنسټونو د فساد شکونه؛ تر اوسه زلزله ځپلو ته ټولې کړې مرستې ندي رسیدلي

اطلاعات روز: په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو لپاره د نړیوالو خیریه بنسټونو ترڅنګ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې داخلي خیریه بنسټونو له لوري هم له خلکو نغدي مرستې راټولې شوې خو د پکتیکا ولایت زلزله خپلي خلک بیا وايي تر اوسه دوی ته نه دي رسېدلي.

د دغه ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي میراجان اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې تېره ورځ یو خیریه بنسټ په کمه اندازه خوراکي توکي په څو نومونو خلکو ته ورکول.

هغه زیاته کړه چې د یاد بنسټ غړو څو کورنیو ته یوه بسته توکي د درې بنسټونو په نوم ورکول چې نوموړي دا ښکاره فساد وباله.

د ګیان ولسوالۍ خلک وایي، یو شمیر د خیریه بنسټونو کسان رایشي او په بېلا بېلو نومونو خلکو ته په کمه اندازه خوراکي توکي ورکړي او بیرته لاړ شي

هغه وايي: «زمونږ کلي ته پرون د Muslim help خصوصي بنسټ کسان چې د مرستو په بهانه راغلي و، څو کورنیو ته یې توکي وویشل او د Didza او Black burn په نومونو یې بېل بېل لباسونه واغوستل او په انګلیسي به یې په بېلابېلو معلوماتو ورکولو ویډیوګانې ثبت کولې، بیا مونږ ورته وویل چې ستاسو له دې کاره هدف څه شی دی او څه غواړئ، خو وروسته چې پرې پوی شو نو په مرستو کې ښکاره فساد و.»

په همدې حال کې د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي سلېمان هم په ورته فساد نیوکه وکړه او ویې ویل چې د خلکو له بد وضعیت ځینې خیریه بنسټونه ناوړه استفاده کوي او د زلزله ځپلو په نوم ټولې کړې پیسې شخصي جیبونو ته ځي.

نوموړي وویل: «د برمل په خلکو خورا بد وضعیت راغلی، کورونه یې نړیدلي او خلک یې له لاسه ورکړي، خو ځینې خلک په یو او بل نومونو فساد کوي بنسټونه یې جوړ کړي او زلزلې ته ځانګړې شوې هغه پیسې چې په ښارونه کې ټولې شوې تر اوسه له سېلاب خیریه بنست، عطا او ځینو نورو علاوه یوه روپۍ هم مونږ ته نه ده را رسېدلې.»

په ورته مهال بیا د خوست ولایت یو تن قومي مشر حاجي عبیدالله د طالبانو له ولایتي مسوولینو غوښتنه وکړه، چې د کېدونکو مرستو لپاره پلان چمتو تر څو په منظم او له فساده په پاک ډول اړمنو ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال د خوست سپېرې او د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو لپاره په زیاته کچه مرستې راغلي خو تر اوسه ورته منظم پلان نه دی چمتو کړی.

د خوست خلک له طالبانو غوښتنه کوي چې د مرستو ویش لپاره دې یو منظم پلان جوړ کړي تر څو د فساد مخه ونیول شي

نوموړي داسې وویل: «مونږ له طالبانو غوښتنه کوو، چې د کېدونکو مرستو ښه مدریت وکړي تر څو له ستونزو پرته اړمنو او زلزله ځپلو کورنیو ته مرستې ووېشل شي. مونږ په رسنیو کې وینو جې هره ورځ په زیاته کچه مرستې را روانې دي خو د منظم ویش لپاره یې پلان نه دی جوړ شوی.»

بلخوا د پکتیکا ولایتي مسوولینو تېره ورځ ویلي و، چې د مرستو ویش لپاره یې په ولایتي کچه کمېټه ټاکلې او د فساد لپاره به هیچاته اجازه ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو کورنیو لپاره په شویو مرستو کې د پراخه فساد اندېښنه څرګنده شوې.

په کور دننه او د هندوستان، ایران، متحده عربي امارت، ترکمنستان او ځینو نورو هیوادونو له لوري تر اوسه په زیاته کچه لومړنۍ مرستې راغلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه