ناپیژانده وسله والو جلال اباد ښار کې درې تنه وژلي دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ناپیژانده وسله والو درې تنه په ډزو وژلي دي.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه (یکشنبه، ۵ د چنګاښ) ناوخته د جلال اباد ښار دنهمې ناحیې اړوند «یوولسمې ویالې» په سیمه کې ناپيژانده وسله وال درې کسان په ډزو وژلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې یادو وسله والو درې کلیوال له کوره ویستلي او کلي ته څیرمه یې په ډزو وژلي دي.

د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي وایي، له هیچا سره یې شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهیږي چې د کورنۍ درې غړي یې ولې وژل شوي دي.

تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو کې په ننګرهار ښار کې هدفي وژنې او وسله والې نښتې زیاتې شوي چې د دې ولایت اوسیدونکي یې اندیښمن کړي دي.