انځور: ټولنیزې رسنۍ

د افغانستان د ډبرو سکاره د پاکستان په ولکه کې؛ شهباز شریف: د ډبرو سکاره په کالدارو اخلو

اطلاعات روز: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په پاکستانۍ کالدارو له افغانستان پاکستان ته د ډبرو سکرو د وارداتو طرحه تصویب کړه.

د پاکستان د اکسپرس ټریبیون رسنۍ د راپور له مخې، شهباز شریف ویلي چې له افغانستان باید د ډبرو سکاره په پاکستاني روپیو ويېرل شي، چې له یوې خوا ډالر په کور پاتې شي او له بلې خوا د روپیو ارزښت ورسره لوړ شي.

پاکستاني چارواکي وايي افغان طالبانو پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي؛ ځکه چې دا ډله غواړي د مستقیم بهرني تمویل په نشتوالي کې د کانونو له سکتور څخه ډیره ګټه ترلاسه کړي.

اکسپریس ټریبیون لیکلي دي چې د پاکستان لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ (۶ د چنګاښ) په یوه غونډه کې له افغانستان څخه د وارد شویو ډبرو سکرو د ټرانسپورټي سیسټم د ښه کولو په اړه خبرې کړي او په نړیوالو بازارونو کې یې د ډبرو سکرو د بیې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

لومړي وزیر شهباز شریف د دغه غونډې ګډونوالو ته ویلي:«له افغانستان څخه په روپیو وارد شوي سکاره نه یوازې ارزانه برېښنا تولیدوي، بلکې د هېواد د ګران بیه اسعارو په ساتلو کې هم مرسته کوي.»

اکسپریس ټریبیون راخیستي چې د پاکستان لومړي وزیر ته ویل شوي چې په لومړي ګام کې له افغانستانه یوازې د ساهیوال (پنجاب) او حب (بلوچستان) برېښنا فابریکو د اړتیا وړ سکرو په واردولو سره به، هر کال له وارداتي لګښته دوه اعشاریه دوه میلیارد ډالر وسپمول شي.

د پاکستان لومړي وزیر په هېواد کې ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې په هېواد کې د ارزانه برېښنا د تولید او کورنیو صنعتونو د پرمختګ لپاره دې موثر سیستمونه جوړ کړي.

دغه ډول د پاکستان د لومړي وزیر د اورګاډو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د برېښنا فابریکو ته له افغانستانه د وارېدېدونکو سکرو د ژر رسیدو ډاډمنتیا لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

لومړي وزیر د سکرو د وارداتو چټکولو لپاره د یوې کمیټې د جوړیدو امر هم کړی دی.

پاکستان په داسې حال کې د ډبرو سکرو څخه زیاته ګټه او ارزانه بریښنا ترلاسه کوي چې د افغانستان نیمایي وګړي له لوږې سره مخامخ دي.