د پکتیا په مرکز ګردېز کې د سخت اورښت له امله بزګرانو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي

اطلاعات روز: په پکتیا ولایت کې نن له غرمې وروسته د شدیدې ږلۍ د اورېدو له امله په مرکز ګردېز او احمد ابا ولسوالۍ اړوند سیمو کې بزګرانو ته د کرنې په برخه کې ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

د دغه ولایت د احمد اباد ولسوالۍ اړوند په بر فیروزخېلو، عیسی‌خېلو او ځینو نورو سیمو کې ډیری فصلونه د سختې ږلۍ له امله له منځه تللي او د بزګرانو د کال خواري یې په اوبو لاهو کړې ده.

د مرکز ګردېز یو تن بزګر خان محمد اطلاعات روز ته وویل، چې په دې ورځو کې د خلکو فصلونه ثمر ته رسیدلۍ وي او اوبو ته اړتیا نه لري.

نوموړي داسې وویل: «نن غرمه سخت تېز باران او ږلۍ وشوه چې زمونږ په کلي کې یې د خلکو غنم او نور فصلونه سخت زیانمن کړل دغه بارانونه او ږلۍ په دې حالت کې چې فصلونه د پخېدو حالت ته نږې کیږي ډېر تاوان اړوي.»

د احمد ابا ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي نور جان خالد هم په شوې ږلۍ اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې په سیمه کې یې مڼو، غنمو او نورو فصلونو ته ډېر تاوان واړوه او د نوموړي په وینا چې زیاته برخه یې له منځه یوړه.

په همدې حال کې بیا د یادې ولسوالۍ د عیسی خېلو د کلي یو تن اوسېدونکی معروف بیا وايي، چې د نن ورځې د سخت اورښت له امله نه یوازې فصلونو ته زیان اوښتی بلکې د سیلابونو د راوتلو له امله لسګونه هکتاره ځمکه هم له منځه تللې ده.

هغه وايي: «دلته په عیسی خېلو سیمه کې غرمه مهال ډېره زیاته ږلۍ وشوه چې فصلونه ټول خراب او هم په ډېرو سیمو کې زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده، چې خلکو ته یې زیات مالي زیان اړولی دی.»

تر اوسه په دې اړه د پکتیا ولایت لپاره پېښو ته د رسېدو ریاست طالب مسوولینو څه نه دي ویلي.