اطلاعات روز: د پاکستان د کابینې د اقتصادي همغږۍ کمېټې (ECC) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په غوښتنه افغانستان ته د ۱۲۰ زره ټنه غنمو د پلور منظوري ورکړې ده.
د ډیلي ټایمز د راپور له مخې دغه پریکړه د بشري موخو له مخې شوې ده.
د پاکستان د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې افغانستان به په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کلونو کې د پاکستان د غنمو له وارداتي ذخایرو (PASSCO) څخه د وارداتو د وروستي قیمت پر اساس ۱۲۰ زره ټنه غنم وپېري.
غنم د افغانانو اصلي خواړه دي. د اټکلونو له مخې دغه هېواد د خپل ۳۳ میلیونه نفوس لپاره په کال کې له شپږو میلیونو ټنو څخه زیاتو غنمو ته اړتیا لري.
د طالبانو د کرنې وزارت تر اوسه د سږ کال د غنمو د حاصل اندازه نه ده اټکل کړې. خو تېر کال په هېواد کې د غنمو د تولید کچه څلور میلیونه ټنه اټکل شوې وه.
د تېر حکومت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت تېر کال د افغانستان د غنمو د حاصلاتو کمښت تر دوه میلیونه ټنو زیات اعلان کړ.
افغانستان سږ کال د وچکالۍ ترڅنګ له سیاسي پرمختګونو وروسته له سخت بشري ناورین سره مخ دی. د مرستندویه موسېسو د شمېرو له مخې د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي.