د برتانیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې بندیان او ملکي وګړي «په شکمنو حالاتو کې وژلي دي»

اطلاعات روز: د بي بي سي د څېړنو له مخې، په افغانستان کې د برتانیا پوځ ځانګړو ځواکونو«SAS» په شکمنو حالاتو کې څو ځلي زندانیان او بې وسلې کسان وژلي دي.

د بي بي سي د انګلیسي برخې راپور له مخې، په تازه ترلاسه شويو پوځي راپورونه کې داسې ښودل کېږي چې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو یوې قطعې ښايي د شپږ میاشتني ماموریت په ترڅ کې په غیر قانوني توګه ۵۴ کسان وژلي وي.

بي بي سي داسې شواهد موندلي چې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانی مشر جنرال سر مارک کارلټون سمېټ د دغه غیر قانوني وژنو له ادعاوو خبر و ، خو دا مدارک یې د برتانیا شاهي پوځي پولیسو ته نه دي سپارلي.

کارلټون سمیټ چې تیره میاشت د بریتانیې د پوځ مشر شو، په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

بي بي سي لیکلي چې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په اړه یې سلګونه پاڼې څېړلي دي. په دغه راپورونو کې په ۲۰۱۱/۲۰۱۰ کلونو کې په هلمند کې د SAS یوې ځانګړې ډلې د «وژلو یا نیولو» د لسګونه بریدونو راپورونه شامل دي.

د برتانوي ځانګړو ځواکونو غړي چې په عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه ویلي دي چې دوی په شپني عملیاتو کې د SAS ځواکونو لخوا د بې وسلې خلکو د وژلو شاهدان وو.

یو شمیر کسانو چې د ځانګړو ځواکونو سره یې دنده ترسره کوله وایي، چې د SAS ځواکونو یو له بل سره د خلکو په وژلو کې سیالي کوله.

بي بي سي لیکلي، داخلي ایمیلونه ښیي چې د ځانګړو ځواکونو د لوړې کچې افسران د احتمالي غیر قضايي وژنو په اړه له اندیښنو خبر وو، خو د قانوني اړتیا سره سره، نظامي پولیسو ته یې له راپور ورکولو ډډه کړې ده.

د برتانیا د دفاع وزارت ویلي چې د دې تورونو په اړه تبصره نشي کولی، مګر د تبصرې څخه انکار باید د اعتراف په توګه ونه منل شي چې دا ادعاوې په حقیقت کې سمې دي.

د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي چې بریتانوي ځواکونو په افغانستان کې په «میړانه او مسلکي» ډول خدمت کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو د ځينو نورو غړو هېوادونو ځواکونه هم په تېرو دوو لسيزو کې په جنګي جنايتونو تورن شوي دي.