د بغلان خوست ولسوالۍ کې جګړه؛ د طالبانو درې غړي «وژل شوي دي»

اطلاعات روز: د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وايي، په دې ولسوالۍ کې درې طالب ځواکونه د «مقاومت جبهې» غړو سره په نښته کې وژل شوي دي.

يوې سيمه ييزې سرچينې اطلاعات روز ته وویل، چې د دغو درېيو کسانو جسدونه نن سهار (شنبه، ۲۵ د چنګاښ) د خوست د مرکز اړوند روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې ځايي سرچينې هم د بغلان د خوست ولسوالۍ په «سوچي» سيمه کې له «مقاومت جبهې» سره د طالب ځواکونو د سختې نښتې خبر ورکوي.

همدارنګه سرچينه زیاتوي، تېره شپه د بغلان په قاسان دره کې د طالبانو او «مقاومت جبهې» ترمنځ نښته شوې ده.

داسې راپورونه دي چې طالبانو په دې وروستیو ورځو کې د «مقاومت جبهې» د ځپلو لپاره د بغلان خوست ولسوالۍ ته تازه دمي سرتیري استولي دي. ویل کېږي چې د طالبانو د دې ډلې مشري د قاري فصیح الدین فطرت په غاړه ده.

په دې وروستیو کې د «مقاومت جبهې» ځواکونو د بغلان خوست ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې قرارګاه د نیولو ادعا کړې وه. هغه ویډیو چې په دې تړاو خپره شوې د «مقاومت جبهه» د طالبانو بیرغ ښکته کوي.

د همدې مسئلې په تړاو د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب ته منسوب یو غږیز پیغام هم خپور شوی چې په هغه کې نوموړی د دغې ډلې قومندانانو او ځواکونو ته وايي چې «د خدای په خاطراطاعت وکړئ». طالبانو د دې غږیز فایل په اړه څه ندي ويلي.