د پکتیکا ګیان ولسوالۍ کې د تېرې ورځې راهیسې نږدې ۳۰ ځله زلزله شوې

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ چې څه موده وړاندې په کې د سختې زلزلې له کبله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او په همدې تعدا یې د خلکو کورونه ونړول، له تېرې ورځې راهیسې په کې یو ځل بیا د زلزلې شدید ټکانونه محسوس شوي او لسګونه کورونه یې هم نړولي دي.

د دغې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي میرویس احمدي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې له پرون ۰۴:۰۰ بجو راهیسې تر نن سهاره د ګیان په ګڼو سیمو کې ۳۰ ځله زلزله شوې ده.

د نوموړي په وینا چې تېره ورځ شاوخوا څلور نیمې بجې په دغه ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له امله تر ۱۰ ډېر کسان ټپیان شوي او تر څنګ یې لسګونه هغه کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي چې په لومړۍ زلزله کې یې زیان لیدلی و.

هغه وايي: «مونږ پرون چې په خپله د زلزلې شدت ولید، نو ډېر سخت و او خلکو په دشتو کې هم له ډېرې وېرې منډې وهلي، د ګیان په ټولو سیمو خړ ګرد پروت و او درځ شوي کورونه او دیوالونه ټول پرون ونړیدل، پرون مازدیګر، تېره شپه او نن سهار چې مونږ حساب کړه، نو ۳۰ ځله دغو ټکانونو دوام وکړ.»

د پکتیکا په ګیان، برمل او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د څه موده وړاندې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او د دې دوه برابره نور ټپیان شول، چې د ځايي خلکو ګڼ د استوګنې کورونه یې هم ونړول.

که څه هم یادې سیمې ته داخلي او نړیوالو خیریه بنسټونو په ډېره زیاته کچه مرستې واستولې، خو لاهم د زلزلې ډیری قربانیان له یادو مرستو بې برخې او اوس مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.