اطلاعات روز: کاپیسا کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ خبر ورکوي چې د دې ولایت په حصه اول ولسوالۍ د یوې ترافیکي پیښې له امله یو محصل مړ شوی او د ۸ نجونو په ګډون ۱۳ هلکان ټپیان شوي دي.
کاپیسا کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه ترافیکي پیښه نن (سېشنبه، ۲۸ د چنګاښ) غرمه مهال شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د کاپیسا د حصه اول ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼې زیاتوي: «د البیروني پوهنتون محصلین په یوه مارسیډیس موټر کې پوهنتون ته پر لاره و، چې موټر یې د سړک څخه اوښتی، یو محصل مړ شوی ۸ نجونې او ۵ هلکان چې ټول محصلین وو ټپیان شوي دي.»
د دوی په خبره، یو بل محصل هم چې د سړک خوا کې روان و یاد موټر لاندې کړی او ټپي شوی دی.
د امنیې قومندانۍ زیاته کړې، د پیښې ټپیان د پنجشیر ایمرجنسي او د کابل او کاپیسا روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د محمد ظاهر په نوم د ادبیاتو پوهنځي یو محصل په یاده پیښه کې مړ شوی چې اصلي د دایکندي د خدر ولسوالۍ اوسیدونکی و.
د دغه پیښې اصلي علت د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول د داسې پیښو اصلي لاملونه بلل کېږي.