د تاجکستان ولسمشر عبدالله سره لیدنه کې: د افغانستان سولې له هڅو ملاتړ کوو

اطلاعات روز: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وایي، هېواد یې افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدو له هڅو هر اړخیز ملاتړ کوي.

د ملي پخلاینې عالي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تاجکستان ولسمشر دغه خبرې نن (سه شنبه، ۲ مرغومې) د تاجکستان پلازمېنې دوشنبه کې د یادې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کړې دي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان، تاجکستان او سیمه له ترهګرۍ، افراطیت او بې ثباتۍ زیانمنه شوې او افغانستان کې سوله او ثبات د دواړو هېوادونو او سیمې ترمنځ د سوداګرۍ غوړېدا او پراختیا او مرکزي اسیا سره د سوېلي اسیا نښلېدلو زمینه برابروي.

د تاجکستان ولسمشر دغه راز هیله ښودلې چې د ښاغلي عبدالله په مشرۍ افغانستان کې د سولې پروسه بریالۍ شي.

د هېواد ملي روغې جوړې عالي شورا مشر هم په دې لیدنه کې له افغان سولې د تاجکستان د ملاتړ او همکارۍ څرګندولو په اړه ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې پر ګډ لرغوني تاریخي، کلتوري او دیني ارزښتونو ولاړې دي.

هغه په افغان سوله کې د دې هېواد د مرستې غوښتنه وکړه او ویلې یې دي چې افغانستان کولی شي تاجکستان کې د سولې له تجربې ګټه واخلي.

د دې شورا د خبرپاڼه له مخې، هغه دغه راز په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سولې هڅو، بین الافغاني خبرو، د مذاکراتو دویم پړاو، د سیمه ییزې اجماع خپلولو لپاره وروستي سفرونه او سولې ټینګښت کې د تاجکستان رول په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي عبدالله ویلي چې د افغانستان دولت د سولې خبرو کې تلپاتې، عادلانه، باعزتې او د ولسواکۍ ارزښتونو ساتلو سولې لاسرسي ته ژمنه ده.

هغه په افغانستان کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی د حکومت او د افغانستان خلکو له اندېښنو یاد کړ او د خبرو جریان کې یې د وینې په تویېدو او جنګ په ودرېدو ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالله عبدالله تېره ورځ سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع خپلولو سفرونو لړ کې تاجکستان ته لاړ.

هغه له دې وړاندې پاکستان، ایران، هند، ازبکستان او ترکیې ته هم تللی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته