د پکتیا سیلاب ځپلي: بېړنۍ مرستې دې له توپیري چلند پرته ووېشل شي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت د ختیځو ولسوالیو سیلاب ځپلي خلک نیوکه کوي، چې د سیلاب ځپلو لپاره ځانګړې شوې مرستې یوازې په زرمت ولسوالۍ کې خلکو ته ورکول کیږي او دوی ورڅخه بې برخې دي.

د احمد اباد سیدکرم، میرزکي، احمد خېل، لجه منګل او ځاځي اریوب ولسوالیو د اوسېدونکو په وینا چې سیلابونو له زرمت دوی ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي، خو په حکومت کې د چارواکو  نه لرلو له امله له هر ډول مرستو بې برخې دي او ستونزو ته یې لا تر اوسه رسېدنه نه ده شوې.

د احمد اباد ولسوالۍ د اوسېدونکو په خبره چې وروستیو سیلابونو یې کورونه نړولي او هم یې ورڅخه لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې، خو د لاسنیوي برخه کې یې تر اوسه هیچا اقدام نه دی کړی.

د دغې ولسوالۍ د عیسی خېلو سیمې یو تن اوسېدونکي میرزمان وویل، چې سیمې ته یې تر اوسه د سروې ټیمونه هم نه دي ورغلي او نه ورسره کومه لومړنۍ مرسته شوې ده.

د پکتیا د ختیځو ولسوالیو سیلاب ځپلي وایي، د طالبانو سرپرست حکومت کې څوک نه پیژني ځګه ورسره مرسته نه ده شوې

هغه وویل: «اول ځل سیلابونو په احمد ابا کې خلکو ته مالي زیانونه واړول او له هغه وروسته نور ورښتونه هم وشول او ښکته د زرمت ولسوالۍ لوري ته یې زیان اړولی دی، که څه هم حق زمونږ د سیمې او سیدکرم د ولسوالۍ اوسېدونکو کیده، چې باید مرسته ورسره وشي، خو تر اوسه سروې هم نه ده شوې.»

په ورته مهال بیا د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي هم له حکومت د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي او وايي، د مرستو ویش برخه کې دې دوه ګونی چلند ودرول شي.

په دې اړه د یادې ولسوالۍ د روکیانو سیمې اوسېدونکی وحید الله داسې وايي: «مونږ پرون خبر شولو، چې ګردېز کې د زرمت خلکو ته کمپ جوړ شوی او هم هماغه ولسوالۍ ته بېړنۍ مرستې رسېدلې دي، خو له حکومت او اړونده ادارو څخه بیا د ختیځو ولسوالیو لکه ځاځي اریوب، احمدخېلو، لجه منګل، میرزکې او سیدکرم کې بیا چې تاوان اوښتی خو چا یې پوښتنه هم نه ده کړې.»

د پکتیا سیلاب ځپلي وایي، مرستې دې د توپیري چلند پرته په دې ولایت کې وویشل شي

بلخوا بیا پکتیا کې د طالبانو ولایتي چارواکي له سیلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو برخه کې دوه ګونی چلند په کلکه ردوي او وايي، لومړی هغو خلکو ته لومړیتوب ورکول کیږي، چې کورونه یې نړېدلي او د سرپناه لپاره د شپې ځای نه لري.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس خالقیار احمدزي اطلاعات روز ته وویل، چې په ختیځو ولسوالیو کې د سیلاب ځپلو سروې پیل شوې او د نوموړي په خبره چې د دې لپاره د ولایت مرستیال هم ځاځي اریوب ولسوالی ته تللی و، تر څو د خلکو وضعیت له نږدې وویني.

پکتیا ولایت کې د طالبانو مسوولین وایي، د مرستو په ویش کې مو هغو خلکو ته لومړیتوب ورکړی چې کورونه یې نړیدلي دي

احمدزی وايي: «د توپیري چلند موضوع ناسمه ده، مونږ ځکه زرمت ته اولویت ورکړ، چې په سهاکو سیمه کې لسګونه کورونه سیلاب وړي دي او هم د خلکو لپاره د سرپناه ځای نه و، نو په دې خاطر حکومت سهاکو سیمې ته اولویت ورکړ ، د ختیځو ولسوالیو سروې هم پیل شوې زه باید تاسو ته ووایم، چې ځاځي اریوب ته خپله د والي معاون هم تللی و، تر څو د خلکو وضعیت له نږدې وویني.»

د پکتیا ولایت د ولایتي مسوولینو د معلوماتو له مخې چې پکتیا کې د وروستیو راوتلو سیلابونو لسګونه کسان مړه کړي، له ۵۰۰ زیات کورونه یې نړولي او هم یې لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده.