کندهار کې لاسي بم دوه ماشومان ټپیان کړي

کندهار ښار کې د طالبانو ځايي مسوولين د دغه ولايت د ښار په یوولسمه حوزه کې د لاسي بم چاودنې له امله د دوو ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

کندهار کې د طالبانو د يوولسمې حوزې امر حاجي ملا نصیب وايي، دغه پېښه پرون (چهارشنبه، ۱۲ د زمري) له غرمې وروسته رامنځته شوې او پر مهال يې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

دوی زياتوي، دغه ماشومانو په لاسي بم لوبې کولې چې ناڅاپي پرې بم چاونه کړې ده.

د هغه په وينا، په دغه پېښه کې ټپي شوي ماشومان د خپلو کورنيو له لوري روغتون ته انتقال شوي او اوس مهال يې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

د تېرې جګړې د پاتې شونو له امله د روان کال په جريان کې لسګونه داسې پېښې رامنځته شوي چې ډیری قربانیان یې ماشومان دي.

د کندهار اوسېدونکي د طالبانو له حکومت او ماين پاکۍ له موسېساتو غواړي ترڅو په ښار او ولسواليو کې له تېرو جګړو پاته شوي چاوديدونکي توکي خنثی او ټول کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه