عبدالله

افغان سوله کې د سیمه ییز ملاتړ خپلول څومره مهم دي؟

لیکوال: اکمل ظاهر

کله چې د افغان سولې په برخه کې د هڅو خبره کیږي او یا د دې خبرو د بریا تمه کیږي؛ نو ضرور دا ده، چې په افغانستان کې د جګړې ښکېل اړخونه، یا د افغانستان د قضیې اړونده هېوادونه باید له پامه ونه غورځول شي. حقیقت دا دی، چې په افغانستان کې د روانې کشالې په غځولو او چلولو کې د سیمې د اکثره هېوادونو په ګډون د نړۍ یو شمیر هېوادونه هم چاپیر دي، دوي د افغانستان د ستراتيژیک موقعیت په نظر کې نیولو سره د خپلو هېوادونو د ګټو په تعقیب پسې دي، چې په دې کې زورور قوتونه او د هغوي ملاتړي هېوادونه شامل دي، د دوي همدې ناروا رقابت په افغانستان کې روانه غميزه دغومره اوږده او پیچلې کړه، چې اوس یې نړۍ هم د ختمولو په برخه کې له پوره ننګونو سره مخ ده.

په حقیقت کې د سیمې هېوادونو او د نړۍ ځینو هېوادونو د افغانستان ګټې له یوې مخې له پامه وغورځولې او په خپلو کې سره د خپلو ګټو په سر په لانجو شول، چې له امله یې هم موږ افغانانو او هم دوي پوره تاوانونه وکړل، ډېرو کمو هېوادونو پکې ګټې وکړې، چې دا په اصل کې په اوږود مهال کې د دوي لپاره لوی تاوان دی، چې پرې کول به یې بیا دوي له پوره سر خوږي سره مخ کړي.

له ښه بخته اوس هم په کور دننه د سولې په برخه کې اجماع شته او هم د سیمې د هېوادونو د ملاتړ راخپلولو او اجماع په برخه کې بې مخیني پرمختګ شوی دی، چې دا موږ ته د یوې تلپاتې او باعزته سولې په برخه کې د شین څراغ په مانا ده. اوس پکار داده، چې پدې برخه کې د نسبي پرمختګ د رامنځته کېدو سره باید افغان دولت پوره ګټه پورته کړي، د سیمي او نړۍ هېوادونه پدې قانع کړي، چې په افغان سوله کې ستاسو تاوان نشته؛ بلکې په دغه دغه دلایلو کې هم موږ ګټه کوو او هم تاسو.

ډېر کله د سیمې هېوادونه ځکه د افغان سولې په برخه کې ستونزې جوړوي، چې هغوی له دې وېره لري، که افغانستان کې امن راغی موږ سره به د دې کړنو، چې په حقیقت کې مو زیاتی کړی حساب راسره کوي، دا موضوعات به راسره په نړیوال سټیج فیصله کوي، چې په اصل کې دوي پکې تاوان ویني، ځینې بیا له دې اړخه تشویشونه لري، که زما رقیب هېواد افغانستان سره ښه دوست او همکار شي؛ نو افغان حکومت او افغان خاوره به زموږ پر وړاندې وکاروي، چې دا په حقیقت کې د دوي بې ځایه تشویشونه دي او یا په بله معنا له خپل سیوري یره کول دي.

افغان دولت باید ګاونډي او د سیمي هېوادونه پدې قانع کړي، چې ستاسو دا تشویش بې ځایه دی، نه افغان خاوره د کوم بل هېواد پر وړاندې څوک کارولی شي او نه افغان حکومت ولې، موږ منحیث د یو خپلواک هېواد د سیمې او نړۍ هېوادونو سره سیاسي او ټولنیزې اړیکي لرلی شو، د خپل هېواد د ګټو لپاره دوه اړخیزه هوکړې کولی شو، له دې باید هېڅ هېواد وېره ونلري او که یې لري نو دا د دوي په نیت پوره شک پیدا کولی شي.

له ښه بخته د ملي مصالحې عالي شورا رییس د دې ټکي په درک سره په کور دننه د اجماع جوړولو ترڅنګ د سیمې هېوادونو ته هم سفرونه پیل کړي، چې په لړ کې یې تازه د تاجکستان جمهوریت ته د یو لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ په سفر دی، هلته به د تاجکستان هېواد له مشرانو سره پر افغان سوله خبرې او مشورې ولري، د دې سفرونو په لړ کې یې پاکستان، ایران، هند او ترکیې هېوادونو ته هم سفرونه کړي او د دې هېوادونو له مشرانو سره یې پر افغان سوله خبري کړي، چې تر ډېره یې پایله هم هیله بخښونکي ده.

د افغان سولې په برخه کې افغان ملت او دولت دواړه د سیمي هېوادونو ته ښه نیت ښکاره کړ، اوس پکار داده، چې د سیمي او نړۍ هېوادونه خپله هغه تل تکراریدونکي او تېرایستونکي خبره په عمل کې ثابته کړي، چې امن افغانستان د سیمي او نړۍ د امن په معنا ده، دا خبره موږ ډېر کله اوریدلې او شوې؛ خو په حقیقت کې بیا دروغ ثابته شوې، که د سیمي او نړۍ هېوادونونه دغه بې مخیني فرصت له لاسه ورکړي او د افغان سولې په برخه کې خپلې شومې موخې تعقیب کړي، له همدې بل شوي اور به لویه برخه د دوي در دروازو ور رسي.

د افغان سولې په برخه کې د سیمي هېوادونو رول خورا مهم دی، که دوي په حقیقت کې همکاري وکړي او افغانستان امن شي، د سیمي اقتصاد ورسره غښتلی کیږي او کله چې سیمه کې اقتصادي پراختیا راغلله، ټولې ستونزې کرار کرار ورسره له منځه ځي.

همدارنګه د سیمي هغه هېوادونه چې پر طالبانو واک لري، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران دوي باید طالبان پدې قانع کړي، چې نور په افغانستان کې له تاوتریخوالي لاس واخلي، دلته وینه تویدنه بنده کړي او د افغانانو هغې غوښتنې، چې هغه اوربند تلپاتې او باعزته سوله ده ور ورسېږو.

د افغان سولې په برخه کې که ډېره ګوته افغان دولت ته نېول کیږي دا سمه نده، په دولت کې به هم د سولې په برخه کې ځیني خنډونه وي ولې په ټوله کې افغان ملت او افغان دولت په یوه غږ د افغان سولې په برخه کې خپل ښه نیت ښکاره کړ، د ښه نیت ښکاره کولو لپاره یې د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کړل، خبرو اترو ته په پوره افغاني روحیه کېناستل د سولې په برخه کې یې ټول اختلافات یوې خوا کړل او په یو نظر شول، چې اوس ضرورت دا دی، چې موږ امن افغانستان ولرو، ولې له بده بخته تر اوسه طالبانو پدې برخه کې کوم ښکاره ښه نیت ندی ښکاره کړی.

د افغانانو لویه غوښتنه، چې هغه اوربند دی ورته مثبت ځواب ندی ویل شول، که طالبان رښتیا په افغانستان کې د جګړې اور مړ کول غواړي؛ نو له هرڅه وړاندې دې دې اوربند وکړي او په پوره افغاني روحیه دې دا خبرې مخته یوسي، کنه هر وخت به د ولس له ګوت نیونې سره مخ وي؛ ځکه د افغان سولې په برخه کې یو بې مخیني فرصت په لاس راغلی، چې له لاسه ورکول یې له ټول افغان ملت او دې خاورې سره ستره جفا ده.