لوګر کې ناپیژانده کسانو دوه تنه په ډزو وژلي

اطلاعات روز: لوګر کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په مرکز پل عالم اړوند «پړاو» او «التمور» سیمو کې ناپیژانده کسانو په دوو جلا پیښو کې یو ټکسي چلوونکی او بل ځایي کس په ډزو وژلي دي.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ (سې شنبه، ۱۸ د زمري) ماښام مهال د پل عالم اړوند په «حصارک» کلي کې د ابراهیم په نوم یو ټکسي چلوونکی خپل کور ته نږدې په ډزو سره وژل شوی دی.

د سرچینې په حواله چې وژل شوي کس ټکسي چلوله، ماښام مهال کور ته پر لاره ورباندې ناپیژانده کسانو ډزې کړي او وژلی یې دی.

په همدې ورځ یو بل کس هم په مرموز ډول وژل شوی، اطلاعات روز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې چې دغه پېښه د «التمور» په سیمه کې رامنځته شوې، خو د نوموړي د وژل کېدو کره وخت او لامل نه دی څرګند چې یاد کس څه کاره و او د چا له خوا په نښه شوی دی.

ځایي طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

لوګر او ورڅېرمه ولایتونو کې د غلاوو، هدفي وژنو او نورو بېلابېلو امنیتي او جنايي پېښو خلک سخت اندېښمن کړي او د طالبانو له مسوولو امنیتي کسانو غوښتنه کوي، چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه