اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسیا کپ کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه کې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ چې نن ماښام (شنبه، ۵ د وږي) په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، د لوبي پچه د افغانستان لوبډله مشر محمد نبي وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
سریلانکایي لوبغاړو په کابو شل اورونو کې افغانستان ته د ۱۰۶ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې د سرېلانکا د ۱۰۶ منډو هدف د لوبې د یولسم اور په لومړي بال او دوه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د توب اچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي درې، مجیب الرحمان دوه، محمد نبي دوه او نوین الحق د سیالي لوبډلي یو لوبغاړی وسوځول.
د توپوهنې په برخه افغان لوبغاړي ښه وځلیدل د لوبې د پیل دوو لوبغاړو رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځي ښه لوبه وکړه، ګربز ۴۰ او حضرت الله ځاځي ۳۷ ناسوځیدلي منډې وکړې.
ددې لوبي د غوره لوبغاړي جایزه فضل الحق فاروقي ته ورکړل شوه چې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې له میدانه بهر کړل.
د افغانستان بله لوبه د بنګله دیش سره ده چې راتلونکې سه شنبې به ترسره شي.
یاده دې وي چې سبا پاکستان او هندوستان لوبه لري ویل کېږي د دې سیالۍ ټکټونه له وړاندې خلاص شوي دي.