اطلاعات روز: پکتیکا کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په یحی خیلو ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار د چړې په ګزار وژلی دی.
پکتیکا ولایت کې یوې ځايي سرچینې نن (دوشنبه، ۷ د وږي) اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ اړوند «غیبي خېلو» سیمه کې د «باقي» په نوم یو کس خپل پلار د چړې په ګزار وژلی دی.
ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته د دې پېښې لامل کورنی تاوتخریخوالی یاد کړ.
په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایت د طالبانو له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د وژل شوي کس قاتل یې نیولي او اوس مهال ترې پوښتنې روانې دي.
دوی زیاته کړې چې دغه کس یې د پېښې له ځایه د تېښتې پر مهال نیولی دی.
په پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر کې ډیر کله د کورني تاوتریخوالي له امله مرګ، ژوبله رامنځته کیږي، چې خلک یې لامل د عامه پوهاوي کموالی بولي.