انځور: اطلاعات روز

«لمپي سکین» ناروغۍ کندهار کې سلګونه غواګانې له منځه وړي او زرګونه پرې اخته دي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولين وايي، په تېرو څو اونیو کې په دغه ولايت کې نږدې ۱۶زره غواګانې په (Lumpy skin disease) ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۱۵۰۰ مړې شوې دي.

خو د حکيم الکوزي په نوم يو تن طبيب ادعا کوي، چې داسې درمل يې جوړ کړي چې د نيم ساعته په جريان کې په دې ناروغۍ اخته غواګانې جوړوي.

دغه راز د کندهار د لېرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي ترڅو د دوی د کورني حيواناتو له پاره د واکسين لګولو پروسه پېل کړي.

د معلوماتو له مخې د څارويو دغه ناروغۍ د لومړي ځل لپاره د پاکستان هېواد څخه افغانستان ته انتقال شوې او دلته په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.

د کندهار د حيواني ډاکټرانو په خبره چې Lumpy skin disease ناروغۍ د خپرېدو سرعت په يوه ساعت کې ۶۰۰ کيلو متره ته رسېږي او په خبره يې چې کوم کسان د دغه ډول ناروغو غواګانو غوښه وخوري د مرګ سبب یې ګرځي.

د مالدارانو غوښتنې

د کندهار د ولسواليو اوسېدونکي د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو غواګانو ته يې د واکسين لګولو پروسه پېل کړي.

اسماعيل خان د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ اصلي اوسيدونکی دی، نوموړي اطلاعات روز ته وویل، چې په دې ډول ناروغيو نه پوهېږي خو د حيواني ډاکټرانو له لوري ورته ويل شوي چې غوا يې په قوي Lumpy skin disease ناروغۍ اخته شوې ده.

هغه چې د‌ خپلې کورنۍ له پاره نفقه د همدې غوا د شيدو په پلورلو سره برابروي د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو حیواناتو ته یې د واکسين لګولو پروسه شروع کړي.

مالداران د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی حیواناتو ته دې د واکسین لګولو پروسه پېل کړي. انځور: اطلاعات روز

ده وويل، په ژیړۍ ولسوالۍ کې لسګونه غواګانې په يادې ناروغۍ اخته شوي او مړې شوي خو تراوسه د واکمن حکومت او کومې موسېسې له لوري ورسره مرسته نه ده شوې.

نوموړی وايي، په يادې ولسوالۍ کې ځينې کسان پيدا شوي او پر دوی بدل واکسينونه په ډېره لوړه بيه پلوري او وروسته یاد واکسین د حيواناتو د مرګ سبب  هم کېږي. دی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د دغه ډول کسانو مخنيوی وکړي.

اسماعيل خان زياته کړه، چې اوس مهال په ژیړۍ ولسوالۍ کې بغير له يوه حيواني ډاکټر څخه نور هېڅ ډول حيواني کلينيک شتون نه لري ترڅو دوی خپل اهلي حيوانات د درملنې له پاره بوځي.

دده له قوله: «موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ په ولسوالۍ کې يو حیواني کلينيک راته جوړ کړي، موږ تر ښار پورې خپل کورني حيوانات په ډېر تکليف سره بيايو، اوس پنځه غواګانې لرم چې يوه يې په دې ناروغۍ اخته شوې او نورې روغې دي.»

يو شمېر مالداران بيا وايي، که یې حیواناتو د‌دغې ناروغۍ له امله مړه شي نو له واکمن حکومت څخه به يې تاوان واخلي.

جان آغا چې اوس مهال په ژیړۍ ولسوالۍ کې ژوند کوي اطلاعات روز ته وويل، حکومت بايد ټولو مالدارانو او د هغوی حيواناتو ته پاملرنه وکړي ځکه په وينا يې چې دغه یې د روزۍ ګټلو یوازینۍ لار ده.

دی وايي، حکومت دې د دوی حيواناتو ته د واکسين لګولو لړۍ پيل کړي کنه نو ډېرې غواګانې به د دغه مرض څخه مړې شي.

د جان آغا په خبره، کومې غوا ګانې چې په دې ولسوالۍ کې خلک ساتي او اوس په لمپي سکېن ناروغۍ اخته شوي هره يوه يې شاوخوا دوه نيم لکه افغانۍ بیه لري او که مړې شي مالداران به سخت زیان وکړي.

دغه مالدار زياتوي، چې د خپلو غواګانو شيدې باراز کې پلوري او وروسته په همدغه پيسو خپله کورنۍ او دغه غواوې ساتي.

د هغه په وينا: «که حکومت زموږ غږ وانوري او سبا زموږ غواوې مړې شي بيابه موږ ته دغه تاوان حکومت راکوي، چې واکسين راشي هغه دوی پر خپل ورکوي موږ ته هيڅ هم نه رارسېږي.»

ورته مهال ژیړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو د زراعت او مالدارۍ مسوول حافظ ولي محمد اطلاعات روز ته وویل، ياده ناروغۍ په تیرو څو ورځو کې ژیړۍ ولسوالۍ کې خپره شوې ده.

دی زياتوي چې تر دې دمه په يادې ولسوالۍ کې نږدې ۶۰۰ غواګانې په قوي یا هم Lumpy skin disease ناروغۍ اخته شوي او ځينې یې مړې شوې هم دي.

هغه وایي، دلته هر کور يوه يا دوې غواوې لري او که هره يوه ترې مړه شي نو هغه کورنۍ ته دوو څخه بیا درې لکو افغانیو پورې زیان رسیږي.

نموړي وویل، په ژیړۍ ولسوالۍ کې د جعلي واکسينونو لګولو ته اجازه نه ورکوي او له ملي تجارانو او د طالبانو حکومت څخه غواړي چې اصلي واکسين وارد کړي ترڅو د غواګانو د مړينې مخه ونيول شي.

دغه راز د کندهار د زراعت او مالدارۍ آمريت ځايې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د لمپي سکېن ناروغۍ په چټکۍ د خپریدو په حال کې ده او ډیرې غواګانې پرې اخته شوي دي.

کندهار کې د طالبانو د کرنې اومالدارۍ ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې د لمپي سکین ناروغۍ په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې ده. انځور: اطلاعات روز

د کندهار د زراعت او مالدارۍ آمريت د صحت حیواني مدير ډاکټر محمد فهيم اطلاعات روز ته وويل، کومه ناروغۍ چې اوس وخت په حيواناتو او بلخصوص به غواګانو کې د خپرېدو په حال کې ده د قوي يا هم (Lumpy skin disease) په نوم یادیږي او تراوسه يې ډېري غواګانې نيولي.

دی وايي، د قوي په نوم ياده ناروغۍ د کندهار ولايت په ټولو ولسواليو کې خپره شوې او لسګونه غواګانې يې مړې کړې دي.

ډاکټر محمد فهیم زياتوي، چې اوس مهال کندهار کې له پنځلس زره څخه بيا تر ۱۶ زره پورې غواګانې په دې ناروغۍ اخته شوي او ثبت شوي چې له هغې جملې ۱۵۰۰ غواګانې له منځه تللي دي.

دی هم د نړیوالو موسېسات او همسایه هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د واکسين په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د ده په وينا چې کېدای شي دغه ارقام تردې هم لوړ شي او د غواګانو ترڅنګ نور کورني حيوانات هم مړه کړي.

نوموړی زیاتوي، کوم وخت چې غوا او يا بل کوم حيوان په دې ډول ناروغۍ اخته شي نو بايد له نورو څخه ډېر لېري وتړل شي.

هغه وویل: «دلته خلک غريبان دي، يو څه وچکالۍ وځپل، يو څه سېلابونو او اوس بيا دغه دی د قوي يا Lumpy skin disease ناروغۍ راغلې او تر ۱۵۰۰ ډېرې غواګانې يې مړې کړي او نورې هم پرې اخته دي.»

 د حکيم الکوزي درمل

په همدې حال کې کندهار ولايت کې د حکيم الکوزي په نوم ميشت طبيب ادعا کوي چې ددې ناروغۍ له پاره يې يوناني درمل جوړ کړي او د نيم ساعت په جريان کې غواګانې رغوي.

حکيم الکوزي اطلاعات روز ته وویل، کومه ناروغۍ چې اوس کندهار او نورو ولايتونو کې په څارويو کې خپره شوې د مخنيوي لپاره یې داسې واکسين جوړ کړی چې ۱۰۰ سلنه کار کوي.

حکیم الکوزی ادعا کوي چې د غواګانو د پوستکي ناروغۍ لپاره یې داسې درمل جوړ کړي چې په نیم ساعت کې حیوان جوړوي. انځور: اطلاعات روز

دی وايي، د کندهار او د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ يې ګاونډ پاکستان هېواد ته هم دغه جوړ شوی د څارويو واکسين لېږلی او مثبتې پايلې يې ورکړي دي.

د نوموړي په خبره چې تر اوسه یې ۲۰۰ بوتله د قوي Lumpy skin disease حیواني ناروغۍ واکسين پاکستان ته استولی.

د ده په خبره، چې د نورو ولايتونو پر مالدارانو او خلکو يې هم دغه واکسين ویشلی چې ښې پايلې يې ورکړي دي.

دی وايي، د ده په لاس جوړ شوی حیواني واکسین په نیم ساعت کې حیوان رغوي او کوم زیان ورته نه رسوي.

د‌ حکيم الکوزي په خبره: «شل قطرې دغه واکسين په نيم ګيلاس جوش اوبو کې خپل غواګانو او نورو حيواناتو ته ورکړئ، زه اطمینان درکوم چې زموږ درمل به په نيم ساعت کې تاثير کوي او حيوانات به مو جوړېږي، دغه واکسين ما پر ټولو حيواناتو امتحان کړی هيڅ تاوان نه لري»

د يادونې وړ ده چې د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ اوس کندهار کې هم ډېرې غواګانې په لمپي سکېن ناروغۍ اخته شوي، چې تر دې دمه یې څه باندې ۱۵۰۰ غواګانې له منځه وړي دي.