اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ اړوند په «ګناوي» سیمه کې ناپیژانده کسانو د یوه بڼوال ۳۰۰ مېوه لرونکې ونې په بې رحمانه ډول له منځه وړي دي.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه ناوخته (دوشنبه، ۲۱ د وږي) رامنځته شوې ده.
د سرچینې په حواله چې د مڼو په دغه لوی باغ کې د مڼو ونې د ارې په ذریعه کټ شوې او پېښه کې ښکېل کسان په تېښته بریالي شوي دي.
د رامنځته شوې پېښې لامل لاهم نه دی څرګند او نه یې هم په اړه په پکتیکا ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولینو څه ویلي دي.