ننګرهار کې د تېلو پمپ سټېشنونه بې کیفیته تېل په لوړه بیه پلوري

اطلاعات روز: ننګرهار کې موټر چلوونکي په دې ولایت کې د بې کیفیته تېلو او دغه راز د تېلو او ګازو له لوړو بیو شکایت کوي.

دوی وایي په دې وروستیو کې ټيټ کيفیته تېل پر دوی په لوړه بیه پلورل کېږي، چې له امله یې د دوی د موټرو د خرابېدو ترڅنګ کاروبار هم بې خونده شوی دی.

د اجمل په نامه یو موټر چلوونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ډېر کله د تېلو پلورونکي پر دوی د سوپر تیلو په نامه بې کیفته تېل پلوري، چې له امله یې د دوی موټرو ته زیان اوړي.

اجمل زیاته کړه: « له څو میاشتو راهیسې د تیلو او ګازو په بیو کې له ۱۰ نیولې تر ۳۰ افغانیو پورې لوړوالی راغلی چې له امله یې ریکشا، موټر چلوونکي او عام خلک له ستونزو سره مخ دي.»

عام خلک هم شکایت کوي،چې په دې وروستیو کې د تیلو او ګازو د بیو له لوړیدو سره دغه ولایت کې د نقلیه وسایطو کرایې لوړې شوي او د هر ځای په کرایه کې له ۱۰-۲۰ افغانیو زیاتوالی راغلی دی.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی ډاکتر صدام موټر چلوونکي ملامتوي چې کرایې په خپل سري ډول لوړوي، چې له امله یې بیوزله وګړي اړ شوي پیاده خپلو چارو ته ځان ورسوي.

ډاکتر صدام زیاته کړه: «زیاتره موټر چلوونکي چې له ولسوالیو ښار ته راځي پخوا به یې ۵۰ افغانۍ کرایه اخیسته خو اوس ۶۰ او ۷۰ افغانۍ کرایه اخلي او همدارنګه ښاري ریکشا چلوونکو هم کرایه لوړه کړې پخوا به یې له جلال اباد ښار څخه تر کابل هډې پورې لس  افغانۍ کرایه اخیسته خو اوس شل افغانۍ اخلي، خلک هم پېسې نه لري او زیاتره یې له مجبوري پیاده له یو ځای بل ځای ته تګ راتګ کوي.»

بل لور ته موټر چلوونکي پر دوی د کرایو د لوړوالي نیوکي پر ځای نه بولي او د نقلیه وسایطو د کرایې د لوړوالي لامل د تیلو او ګازو بیو لوړوالی بولي.

د ګل ولي په نامه یو موټر چلوونکي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له حکومت غوښتنه کوي چې د تیلو او ګازو بیې دې په خپل وخت کنټرول کړي.

جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین هم مني، چې په دې ولایت کې بې کيفیته تیل د لوړ کیفیت په نامه پلورل کېږي.

د یادې ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تازه یې په جلال اباد ښار کې د بې کېفیته تیلو له امله د تیلو لس پمپ سټیشنونه تړلي او دا لړۍ به دوام ولري.

مراد زیاتوي:« تیره ورځ له کابل څخه د نورم او سټندرد ملي ادارې څیړنو وښوده، چې د ننګرهار د ټولو تیلو پمپونو ډیزل بې کیفته او غیرې معیاري دي؛ لس د تیلو پمپونه مو مهرلاک کړي او همداشان له دوی تعهد واخیستل شو چې په راتلونکو درې ورځو کې به ښه او په ټولو معیارونو برابر تېل راوړي او هم به د عادي او سوپر پطرولو لپاره جلا جلا ټانکۍ په ذخېره کې جوړوي، که بیا هم ورته سرغړونې تکرار کړي داځل به تري د فعالیت جواز اخیستل کېږي او د تل لپاره به یې پمپ سټیشن تړل کېږي.»

هڅه مو وکړه ننګرهار کې د تیلو بیو د لوړیدو په اړه ننګرهار د تیلو د پمپونو د اتحادې د مسولینو نظر هم ولرو، خو هغوی په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.