ننګرهار کې ۳۰۰ دولتي ښوونځي ودانۍ او سرپناه نه لري

اطلاعات روز: د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د دولتي ښوونځيو۷۰ زره زده کوونکي د ښوونځیو د سرپناه نشتون له امله د ونو او دیوالونو سیوري لاندې زده کړې کوي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست اداري مرستیال غلام فاروق فضلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، اوس مهال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له ۳۰۰ زیات ښوونځي ودانۍ او د زده کونکو لپاره سرپناه نه لري، چې له امله یې زده کوونکي د باد او باران پرمهال له ستونزو سره مخ وي.

فضلي زیاتوي:«ټول ننګرهار کې له ۳۰۰ زیات ښوونځي ودانۍ نه لري او په دې کې یې بیا ۱۱۲ داسې ښوونځي دي، چې هیڅ سرپناه او احاطه نه لري په دغه ښوونځیو کې ۷۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او مونږ هڅه کې یو چې د نورو ادارو په همکارۍ شته ستونزې ته دحل لار پیدا کړو.»

د ننګرهار اوسیدونکي هم ورته شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري، چې له امله یې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په خبره په ښوونځيو کې یې د سرپناه نشتوالي له امله ان کله کله زده کوونکي له زده‌کړو هم پاتې کېږي، چې دغه چارې یې په ښوونځیو کې تدریسي بهیر ټکنی کړی دی.

په ننګرهارکې یو له دغو بي سرپناه ښوونځيو د دره نور ولسوالۍ دستن کلي د اناثو ابتدایه ښوونځي دی، چې زده کوونکي یې د ښوونځي د ودانۍ د نشتون له امله د ونو او دیوالونو د سیوري لاندې زده کړې کوي.

د یاد ښوونځي یوه ښوونکي جمعه خان اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، ښوونځي یې ودانۍ نه لري، چې له امله یې زده کوونکي د باد او باران پرمهال له ستونزو سره مخ وي.

د ننګرهار په یوه بې سرپناه ښوونځي کې کوچنې نجونې د زده کړو په حال کې.

جمعه خان زیاته کړه: «زمونږ ښوونځي هیڅ ودانۍ نه لري له کلونو راهیسې دلته دا ښوونځي فعالیت کوي، ځای مو ورته په کرایه نیولی یو ځل مو کرایه ورکړې او تراوسه مو نوره کرایه نه ده ورکړې، زده کوونکي زیات دي او ودانۍ نشته د ونو او دیوالونو سیورو ته زده کوونکي زده کړې کوي.»

د یادې سیمې ځایي اوسیدونکي د ښوونځي د سرپناه نشتون اندیښمن کړي او وایي، ډیر کله د باران پر مهال یې زده کوونکي رخصت وي او د ګرمۍ پر وخت بیا د ونو سیوري لاندې تدریس کوي.

د یادې سیمې یو قومي مشر ملک نذیر له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له حکومت غوښتنه وکړه، چې اړوند چارواکي دې د پوهنیز بهیر د لا پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

زده کوونکي هم له پوهنې وزارت او په دې برخه کې له مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د زده کړو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

دعایشې په نامه د څلورم ټولګي یوې زده کوونکې اطلاعات روز ورخپاڼې سره په خبرو کې وویل، د ښوونځي لپاره د سرپناه نشتوالي له ښوونځيو زړه ماتي کړي او ان کله کله له زده‌کړو هم پاتې کېږي.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت د نوي ښوونیز کال د پیل پرمهال ژمنه کړې، چې د ښوونځیو د سرپناه په برخه کې همکاري کوي او هڅه کوي زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته