اطلاعات روز: ارزګان کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د تېر حکومت یو نظامي په ډزو وژل شوی دی.
يوې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د باچا په نوم دغه کس د تير حکومت پولیسو کې دنده درلوده، چې تيره شپه (شنبه، ۱۶ د تلې) د ترينکوټ «ديک» سيمه کې د خپل کور مخې ته وژل شوی دی.
تر دې دمه د دې وژنې علت نه دی روښانه شوی.
ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس قاري اغاولي قريشي دغه پيښه تاییدوي او وایي، د وژل شوي کس د قاتلينو د نيولو هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم په ارزګان ولايت کې د نامعلومو کسانو له لوري د تېر حکومت نظاميان په نښه شوي خو قاتلین یې نه دي نیول شوي.
