انځور: صدیقه دانش نوروزي

«هزاره‌ګان له یوې پیړۍ راهیسې د سیستماتیک تبعیض او ځورونې سره مخ دي»

اطلاعات روز: د بشري حقونو او پراختیا اسیایي سازمان ویلي، چې د افغانستان هزاره ټولنه له څه باندې یوې پیړۍ راهیسې د خپل قومي او مذهبي هویت له امله له سیستماتیک تبعیض او سختې ځورونې سره مخامخ ده.

په دې وروستيو کې د کابل په لوېديځ هزاره میشتې سیمه کې یو ښوونیز مرکز د خونړي برید هدف وګرځید. په دغه برید کې نږدې۶۰ زده کوونکي، چې ډېری یې نجونې وې، ووژل شوې.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د بشري حقونو او پراختیا اسیایي سازمان چې د بشري حقونو له لسګونو سازمانونو څخه جوړ دی، په یوه بیانیه کې ویلي چې طالبان او نور سني افراطیان، په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګه، هزاره ګانو ته د شیعه مذهب له امله د قسم خوړلو دښمنانو په سترګه ګوري.

دغه سازمان ویلي، چې هزاره ټولنه د تاریخ په اوږدو کې په پرله پسې په ډول قتل عام، غلامۍ، جبري بې ځایه کیدلو، جبري مذهب بدلولو (له شیعه څخه سني ته) او له خپلو پلرنیو ځمکو څخه بې ځایه کیدلو کې له زور زیاتي سره مخامخ شوې ده.

د بشري حقونو او پراختیا اسیایي سازمان په بیانیه کې راغلي چې د هزاره ګانو پر وړاندې سیستماتیک تاوتریخوالی له ۱۸۹۱ تر ۱۸۹۳ پورې د عبدالرحمن خان واکمنۍ ته ورګرځي.

د بیانیې له مخې، په افغانستان کې د هزاره ګانو د ټول نفوس له نیمایي څخه زیات وګړي د قتل عام په جګړه کې تېښتې ته اړ شوي او یا غلامان شوي دي.

د بشري حقونو او پراختیا اسیایي سازمان په اعلاميه کې راغلي چې د هزاره ګانو پر وړاندې د روانو بريدونو اندازه او اهداف د نسل وژنې د کنوانسيون له مخې د دغې توکميزې ډلې د نسل وژنې ثبوت کېدای شي.

دغه سازمان ویلي، چې د هزاره ګانو پر وړاندې د داعش ښکاره بیانونه «هرځای کې د شیعه هزاره ګانو وژل» دا ښیي چې دوی د دې ډله ایزو وژنو تر شا قصدي سیاستونه پرمخ وړي. په ۲۰۲۱ کال کې، داعش په عامه توګه اعلان وکړ چې دوی به شیعه / هزاره ګان په نښه کړي. د هزاره ګانو عام وژنه د زیږنتونونو او عامه ترانسپورټ څخه تر عبادت ځایونو پورې په پراخه کچه شوې ده.

د بشري حقونو او پراختیا اسیایي سازمان په بیانیه کې ویل شوي، که څه هم افغانستان له ۱۹۵۶ کال راهیسې د نسل وژنې د جرمونو د مخنیوي او مجازاتو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون لاسلیک کړی؛ خو د هزاره ګانو سیستماتیکه شکنجه چې کیدای شي د نسل وژنې ثبوت وي، افغانستان کې د تېر جمهوریت حکومت پر مهال ونه دریده. د دغه سازمان په وینا، د هزاره ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی مخکې له دې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسیږي یو ځل بیا زیات شوی و.

یوازې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې، ملګرو ملتونو د شیعه ګانو/هزاره ګانو پر ضد ۲۰ بریدونه ثبت کړي، چې ۱۴۳ عام هزاره وګړي پکې وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر یې ټپیان کړي، چې په دې سره د وژل شویو ملکي وګړو شمېر ۵۰۰ ته رسیدلی دی.

 بیانیه کې یادونه شوې، چې په ټول افغانستان کې د داعش له خوا د دوامدار وحشت له امله د هزاره ګانو/ شیعه ګانو د احتمالي ځورونې او نسل وژنې خطرونه په شدت سره مخ په زیاتیدو دي.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، د داعش په ۱۳ هدفي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ هزاره ګان ته مرګ ژوبله اوښتې ده.