کندهار کې د نري رنځ له امله د مړینې پیښې زیاتې شوي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د نري رنځ څانګې مسوولین وایي، د تېرکال په پرتله سږکال د نري رنځ یا هم توبرکلوز ناروغانو مړینه ډېره شوې او ترڅنګ یې مثبتو پیښو کي لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه راز روغتیاپالان د روغ او ناروغ ترمنځ واټن نه مراعت او په کور کې له ناروغ سره ګډ ژوند تر ډیره پورې ددې ناروغۍ د خپرېدو اساسي لاملونه یادوي.

که څه هم د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د بېلابېلو روغتیایی سازمانونو له لوري د یادې ناروغۍ درملنه په وړیا توګه ترسره کېږي خو بیا هم ډیری کسان درملنې ته زړه نه ښه کوي.

په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۹میلیونه کسان په نري رنځ یا سل اخته کېږي، چې له ډلې یې ۱،۵میلیونه ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

همدارنګه د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د سږکال په لومړیو کې اعلان وکړ چي تېر کال په ټول افغانستان کې ۷۵،۰۰۰ کسان په نري رنځ اخته شوي او له ډلې یې ۱۱،۰۰۰ تنو خپل ژوند بایللی دی.

د نورو ولایتونو په پرتله سږکال کندهار کې په سل ناروغۍ د اخته کسانو شمیر زیات شوی، چې ترڅنګ یې د مړینې کچه کې هم زیات والی راغلی دی.

کندهار کې د تېرکال په پرتله سږکال په سل ناروغۍ د اخته کسانو شمیر زیات شوی دی.

د کندهار د عامي ریاست مسوولین وایي، تېرکال ته په کتو سږکال د ناروغانو په شمېر کې لس سلنه ډیروالی راغلی چي لامل یې د ولسوالیو او ښار تر منځ د غځېدلو لارو خلاصون بلل کېږي.

کندهار کي د طالبانو د عامي روغتیا ریاست د نري رنځ د څانګي مشر ډاکټر صالح محمد مصلح وایي، په ۲۰۲۱ کال کي ۴۵ تنه د نري رنځ له ناروغۍ څځه مړه شوي او د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کي۳۵ کسان د نري رنځ یا توبرکلوز له ساري ناروغۍ څخه مړه شوي چي دا پر دې ناروغۍ د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی په ګوته کوي.

د نوموړي په خبره: « پروسږکال د ټول کال په جریان کې موږ ته ۳۹۷۶۹۶ کسانو مراجعه کړې وه چي له هغې جملې د ۲۳۱۵ معاینات مثبت وو او د روان کال د لومړۍ څخه بیا تر شپږمې میاشتې پورې موږ ته ۴۹۷۱۴۰ تنو مراجعه کړې چي له هغې ډلې ۱۱۹۷ کسانو تسټ مثبت شوی او له دغو کسانو ۳۵ تنه مړه شوي، دوی ټول د نري رنځ ناروغۍ په بيلابېلو ډولونو باندې اخته وو، خلک باید هغه روغتیایي تدابیر عملي کړي چي د ډاکټرانو له لوري ورته توصیه کېږي.»

دی زیاتوي، چې د نري رنځ ناروغانو لپاره په کندهار کي د بې سرحده ډاکټرانو MSF په مرسته اوس یو نوی روغتون او د معایناتو د کلچر یو لابرتوار جوړ شوی ځکه په وینا یې چي دغه معینات به پخوا بهرنیو هيوادنو ته په ډېره لوړه بیه استول کېدل خو اوس مهال يې همدلته درملنه او ټسټونه ترسره کېږي.

تېر وختونو کې به د نري رنځ د ناروغانو معاینات نورو هیوادونو ته استول کېدل خو اوس مهال په کندهار کې د MSF یا بې پولې ډاکټرانو له لوري په جوړ شوي لابرتوار کي تر سره کيږي.

نوموړی له خلکو غواړي چي پر ځان او کورنۍ دواړو پام ورکړي ترڅو له دغې ناروغۍ څخه په امن کې پاته شي.

ورته مهال هغه کسان چې په توبرکلوز ناروغۍ اخته شوي وایي، ډیر غریبان دي او صحي خوړو ته لاس رسی نه لري.

د کندهار اوسېدونکی صدیق الله یو له هغه کسانو څخه دی چي د څه مودې راهیسې په نري رنځ اخته دی وایي، د کورنۍ غړو به یې ورته ویل، چي د روغتون پر ځای له یوناني درملو استفاده وکړي خو کله چې یې پایله ور نه کړه نو روغتون ته یې مخه کړې.

صدیق الله زیاته کړه، چي اوس مهال یې د ناروغۍ څلور میاشتې تېرې شوي او یوازې اړ دی ترڅو دوې میاشتي نور درمل واخلي.

هغه چې اصلي د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی دی زیاتوي، په کلي کې یې ډېر شمېر ښځينه په نري رنځ اخته کېږي خو په وینا یې چي د درملنې له پاره یې کوم روغتون هلته شتون نه لري.

د کندهار خلک وایي، په لېرې پرتو سیمو کې ډیری ښخې په سل ناروغۍ اخته دي خو د درملنې لپاره یې کوم روغتیايي مرکز نشته.

نوموړی غوښتنه کوي ترڅو په ولسوالیو کي د توبرکلوز روغتیایی مرکزونه جوړ شي او د هر ځل دوا ترلاسه کولو له پاره اړ نه شي تر څو هرومر ښار ته راشي او ډیرې پیسې مصرف کړي.

هغه وویل: «زموږ په کور کي یوه زنانه په سل مرض اخته شوه، نو ما ویل ښه به شي هغه نه ښه کېدله وروسته چې یې حالت خراب شو نو موږ ډاکټر ته راوستله دوا په مفت ډول راکول کېږي، هر څوک باید خپل ماشومان او لویان روغتون ته بوځي.»

دغه راز روغتیاپالان وایي، اوس مهال ډیر شمېر کسان په نري رنځ ناروغۍ اخته دي خو نه روغتیایي فاصلې مراعتوي او نه هم د خپلي درملني له پاره لاس په کار کېږي.

د نقیب الله په نوم یو تن ډاکټر وویل، ډیری داسې کورنۍ شتون لري چې د خپلې کورنۍ د ناروغ او روغ کسانو ترمنځ توپیر نه کوي او دغه ناروغۍ ډیرو نورو کسانو ته انتقالیږي.

دی زیاتوي، چي د نري رنځ ناروغۍ ځینې ډولونه شتون لري چي په ډیرې اسانۍ نور کسان پرې اخته کېږي او د رغېدو امکان یې کم وي.

کندهار کې د نري رنځ معایناتو لپاره جوړ شوی لابراتوار.

نوموړي وویل، دغه ډول ناروغان باید له ښار او خلکو څځه لېري وساتل شي ترڅو نور خلکو ته یې ناروغۍ انتقال نشي.

هغه له خلکو غوښتنه کوي چې په نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ د اخته کس سره په یوه خونه کې له ويده کېدو او ناستي څځه ډډه وکړي او د رغېدو تر وخت پورې ځای ورڅځه جلا کړي.

د ډاکټر نقیب الله په خبره: «موږ ډیر کسانو ته ويلي چي د ناروغ کس او روغ کس ترمنځ فاصله مراعت کوئ خو څوک پام نه کوي وروسته چي دوهم کس هم پرې اخته شي بیا نو د دوی فکر شي چي دا خو انتقال کېدونکې ده، ځینې ناروغان دوا واخلي خو پر وخت یې نه خوري او کله کله یې په هفتو قضا کوي، په دې ډول خو څوک نه جوړېږي، د نري رنځ درملنه د ځان له پاره مرحلې لري چي د مربوطه ډاکټر له لوري ورته تشریح کېږي.»

نری رنځ یا توبرکلوز په نړۍ کې ۱۳ نمبر هغه وژونکې  ناروغۍ ده، چې هرکال یې له کبله ۱،۵ میلیونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.