د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي؛ کندهار کې یوشمیر زده‌کوونکو نجونو کسب زده‌کړې ته مخه کړې

اطلاعات روز: کندهار کې د شپږم ټولګي پورته یو شمیر نجونو داسې مهال د کسب زده کړې ته مخه کړې چې طالبانو د دوی پرمخ د زده کړو دروازې تړلې دي.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، دغه ډلې د کندهار ترڅنګ په ټول هیواد کې د ښځو په کار او زده کړو بندیز ولګوه، چې له امله یې اوس زده کوونکې نجونې مجبوره شوي چې کسب زده کړې ته مخه کړي ترڅو له همدې لارې پرمختګ وکړي.

طالبانو نه یوازې نجونې له زده کړو بې برخې کړي بلکې په دولتي ادارو کې یې ښځې د کار کولو څخه هم منع کړې دي. هغو ښځو چې د تېر جمهوري نظام پرمهال په دولتي ادارو کې دندې درلودې اوس یې ۹۰سلنه پرکور ناستې دي او له کار شړل شوې دي.

د معلوماتو له مخې دا مهال کندهار کې شاوخوا ۷۸زره ښځینه زده کوونکې شتون لري چې تر ۴۰زرو زیاتې یې تر شپږم ټولګي پورته دي او دا مهال په کورونو ناستې دي او د خپلو ښوونځیو د پرانیستلو شیبې شماري.

کندهار کې یو شمیر زده کوونکو نجونو خیاطۍ ته مخه کړې وایي، که طالبان زده کړو ته اجازه ور نه کړي یو کسب خو به زده کړي.

د دغو زده کوونکو نجونو له ډلې یې یو شمیر کسب زده کړې ته مخه کړې دوی په دې باور دي چې په اوسنیو شرایطو کې یوازې د یوه کسب زده کول تر یوه بریده له دوی سره مرسته کولای شي.

فرزانه یوه له هغو نجونو څخه ده چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره له خپلو زده کړو بې برخي شوې، نوموړې اوس مهال هره ورځ د اتو ساعتونو له پاره د خیاطۍ په یوه مرکز کې کار کوي ترڅو یاد کسب زده کړي.

‎هغې اطلاعات روز ته وويل: «زه د خپل پلار له مرګ را وروسته د خپلې تولې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لرم، هغوی زما څخه ډوډۍ غواړي تر څه مودې پورې بې کاره وم خو اوس مهال مې په یوې خیاطۍ کې کار پیل کړی هم پیسې راکوي او هم دغه کسب زده کوم، پخوا مي ستونزې ډيرې وې خو اوس د دغه ځای په معاش تریوه حده توانېدلې یم چې حل یې کړم، غوښتنه مي دا ده چې زموږ مکتبونه خلاص شي او خپلې زده کړې وکړو.»

د نوموړې پلار د طالبانو او پخواني حکومت ترمنځ د جګړې پرمهال وژل شوی خو اوس د ساتنې له پاره هیڅوک هم نه لري، دا وایي، په دولسم ټولګي کې یې زده کړې پاتې شوي او یو د تر ټولو لویو ارمانونو څخه یې دادی چې له ښوونځي څخه فارغه شي.

یوه کندهارۍ زده کوونکې چې د لاسي توکو په جوړولو بوځته ده.

هغې وويل، د دولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته غواړي راتلونکي کې د طب پوهنځی پېل کړي او له همدې لارې ټولنې ته خدمت وکړي.

د دې په خبره، چې اوس مهال کندهار کې د توکو نرخونه پورته شوي او دا نه شي کولای چې د کورنۍ سرپرستي په یوازې سر وکړي.

همدارنکه یو شمېر نورې نجونې بیا تر ډیر لېرې واټن د خیاطۍ یاد مرکز ته راځي او غواړي کسب زده کړي.

حسینه یوه له هغو نجونو څخه ده چې هره ورځ یو نیم ساعت د پښو مزل کوي ترڅو هغه کار ځای ته ورسېږي چيري چې دا د خیاطۍ کسب زده کوي.

نوموړې وایي، د طالبانو د سرپرست حکومت تر واک ته رسېدو مخکې یې په لسم ټولګي کې زده کړې کولې خو وایي، چې هرڅه یو ځل بدل شول او اوس شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چي د ښځو په یوې خیاطۍ کې کار کوي.

د هغې په خبره، کومې پیسې چي له دغه کار ځای څخه ترلاسه کوي د خپلي کورنۍ د ساتني او تعلیم لپاره یې په مصرف رسوي او غوښتنه کوي تر څو همکار موسېسات ورسره مرسته وکړي.

د کندهارۍ میرمنو په لاس جوړ شوي کالي.

حسینه زیاتوي: «د طالبانو څخه مې غوښتنه دا ده چې زموږ پرمخ د مکتبونو دروازې خلاصې کړي، زه خپله یتيمه یم، پلار مې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې مړ شوی، دلته چې زه راځم د کورنۍ ټولې هیلې او امیدونه ماته وي ترڅو زه د خوراک او څښاک لپاره یو څه ورته برابر کړم، تعلیم خو مو بېله هغه هم پر نیمه لار راڅخه پاتې شو.»

د حسینې په وینا، غواړي دومره زده کړې وکړي ترڅو د نړۍ له نورو ښځو سره ځان سیال کړي.

دغه راز هغه ښخینه پانګوالې چې یادې نجونې ورسره په خیاطۍ او نورو برخو کې د کسب په زده کړې لګیا دي زیاتوي اوس مهال یو شمېر ښځینه کار ځایونه د مالي امکاناتو نشتون له امله بند شوي خو په ورته وخت کې د دغه ډول نجونو شمېر هم د زیاتېدو په حال کې دی.

ستاره کندهار کې د هغه ښځینه خیاطۍ مسووله ده چې ورسره په کار ځای کې نږدې شل هغه نجوني په کار پوختې دي، چې له ښوونځیو څځه منع شوي او پر کور ناستې دي.

نوموړې وایي، اوس مهال یې کاروبار د امکاناتو نشتون له امله د سقوط له ګواښ سره مخ دی او غواړي چې د خپلو ښځینه زده کوونکو شمېر کم کړي.

د خیاطۍ د مرکز مسووله وایي، زده کوونکو نجونو ته نشي ویلی چې کار نشته ځکه په خبره یې چې یوې خوا له زده کړو محرومه شوي او له بلې خوا نه غواړم چې نورې هم مایوسه شي.

دې وويل، له يوې خوا د تېرکال په پرتله د هغه توکو نرخونه پورته شوي چې دوی ورڅخه په خیاطۍ کې د لباس جوړولو او نورو برخو کې کار اخلي او له بل لوري ورڅځه ښځینه زده کوونکې د هرې میاشتې په تېرېدو سره معاش غواړي هغه څه چې د دې د وس پورته خبره ده.

دا وایي، مرسته کونکي موسېسات په نورو ولایتونو کې له ښځینه پانګوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي خو کندهارۍ میرمنې یې له یاده وتلي.

د دغې ښځینه پانګوالې په وینا، چې د کندهار ښځینه پانګوالو پرسر ناملوم کسان په کور دننه او بهر پروژې اخلي او د تطبیق په مرحله کې یې د خپلې کورنۍ ښځې پانګوالې معرفي کوي تر څو مرستې ورسره وشي.

ستاره زیاتوي، ټولې هغه نجونې چې په خیاطۍ کې په کار لګیا دي اوس مهال ښوونځي ته د تلو ارمان لري او غواړي ترڅو د خپل سواد کچه نوره هم لوړه کړي.

د هغې په خبره: «زه خپله ډيرې ستونزې لرم خو دلته دا نجونې راشي او وایي، موږ درسره پر کار کړه، زه چې کله فکر وکړم نو وایم، د یوې خوا طالبان مکتب ته د تلو اجازه نه ورکوي او دلته بیا ستا څخه مایوسه کور ته ولاړې شي، چې رښتیا ووایم د له زړه له درده کار ورکوم او ځینې هغو ته مې منفي ځواب ورکړی چې زما سره کار کولو ته ډیره اړتیا نه لري، اوس موږ دغه وایو چې یوازې دې د دوی سره مرسته وشي هم بسنه کوي.»

په ورته وخت کې د کندهار د ښځو د سوداکرۍ او پانګونې خوني مسولینې وایي، که څه هم اوس مهال دغه خونه رسمي فعالیت نه لري خو بیا یې هم تر یو بریده د یادو ښځو ستونزې حل کړي.

کندهار کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوله وایي، دا چې اوس رسمیت هم نه لري خو کوښښ کوي چې د ښځو ستونزې حل کړي.

کندهار کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مرستیالې ډاکټر رحیمې خیرمحمدزاده اطلاعات روز ته وویل، اوس دوی د مالي امکاناتو نشتون له وجې خپلې ټولي چارې له کور څخه پرمخ وړي.

دې وویل، پخوا په کندهار کې ۸۵ ښځو په بېلابیلو برخو کې پانګونه کړې وه خو اوس یې شمېر ۲۵ پانګوالو ته راټیټ شوی.

نموړې زیاتوي، هڅې يې پیل کړي ترڅو هغو نجونو لپاره د کسب زده کولو زمینه برابره کړي چې پر کور ناستې دي.

د کندهار د ښخو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیالې زیاته کړه، چې د کندهار په بېلابېلو ناحیو کې اوس مهال د مرستندویه موسېساتو په همکارۍ د ښځینه و ښوونکو له خوا هغه نجونو ته په کورونو کې د کسب زده کړې ټولګي جوړ شوي چې پر مخ یې د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د هغې په وینا: «اوس مهال کندهار کې ډيری نجونې د شامپو جوړولو، خیاطۍ، نجارۍ او نورو بېلایېلو برخو کې فعالیت لري، د تشویق په برخه کې یې موږ خپل تر وسه همکاري کړې هغوی ته مو د موسېساتو په همکارۍ د ورکشاپونو زمینه برابره کړې، اوس هم پر دې کار کوو چې څنګه د دغو پانګوالو او کسب ګرو میرمنو ملاتړ وکړو.ِ»

د کندهار په یو شمیر نورو مرکزونو کې بیا نجونې د کندن کارۍ په زده کړه بوختې دي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د شپږم ټولګي پورته زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې شوي او دا مهال په کور ناستې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه