فایق د هزاره‌ګانو د هدفي‌وژنو مخنیوي لپاره د ملګرو‌ملتونو د غړو لخوا د عملي اقداماتو غوښتونکی شو

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د دغه سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د هزاره ګانو د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره دې عملي اقدامات ترسره کړي او د بشري حقونو څخه د ټولو جدي سرغړونو د څېړلو او راپور ورکولو په موخه دې یو کمېسیون جوړ کړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د عمومي سازمان د ټولنيزو، بشري او فرهنګي چارو کمېټې ته په خپله وينا کې د کابل په لوېديځ کې پر کاج ښوونیز مرکز ځانمرګي برید ته په اشارې سره وویل، چې د دا ډول بريدونو ترسره کیدل د یوه توکم د نجونو زده کړو سره ښکاره دښمني په ډاګه کوي او د امنیت په تامین کې یې دا د طالبانو ناکامي وبلله.

فایق ویلي، چې دا کړنې د بشري حقونو د نړیوالو اصولو څخه سرغړونه ده او باید د نسل وژنې د جرمونو په توګه وڅیړل شي.

هغه زیاته کړه: «زه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو څخه غوښتنه کوم چې د هزاره ګانو د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره د حقیقت موندنې کمیسیون په جوړولو سره عملي ګامونه پورته کړي، ترڅو د بشري حقونو د ټولو جدي سرغړونو په ګډون د هزاره ګانو د نسل وژنې، جبري مهاجرت او له محاکمې پرته وژنو په اړه څېړنې او راپور ورکړي.

فايق په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت «خورا د اندېښنې وړ» بللی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سختو او پرله پسې سرغړونو ټکان ورکوونکي راپورونه شته، چې پکې «بې له محاکمې وژنې، شکنجه، سخت چلند، نيول او د پخوانيو امنيتي ځواکونو، ژورنالستانو، د بشري حقونو مدافعینو او د مقاومت جبهې سره په اړیکو تورن کسان شامل دي.»

ځواکونه، ژورنالیستان، د بشري حقونو مدافعین او خلک د مقاومت له جبهې سره په اړیکو تورن دي.

هغه وايي، د بدخشان، بغلان، پنجشېر، سرپل او تخار په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې له محاکمې پرته د جګړې بنديانو د شکنجو، وژلو او د ځينو قومونو د جبري مهاجرت مستند راپورونه شته دي.

فايق ویلي، چې دا کړنې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې او جنګي جنايتونه دي.

هغه د ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعیت خورا د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې اوس مهال په افغانستان کې جنسیتي توپیر (جندر اپارتاید) شتون لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي دغه راز د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو او نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي او هېر يې نه کړي.

فايق ویلي، نړيواله ټولنه بايد د افغانستان د ټولو خلکو په تېره بيا د ښځو او نجونو د بشري حقونو د پراختيا په برخه کې د طالبانو لخوا د شویو ژمنو د عملي کولو په موخه پر دوی فشار راوړي.

هغه زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید د قانون د حاکمیت، عدالت او د خلکو د ارادې پر بنسټ د یوه ټول شموله او حساب ورکوونکی جوړښت د رامنځته کولو لپاره پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره له ټولو شته وسیلو کار واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته