لوړ مالیات، لږ خدمات؛ خلک شکایت کوي

اطلاعات روز: د هلمند ځایي اوسیدونکي شکایت کوي او وایي، چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دغې ډلې په بېلابېلو برخو کې نږدې ۵۰ سلنه مالیه لوړه کړې ده.

دوی زیاتوي، د لوړې ماليې ورکولو توان نه لري، خو د طالبانو ځایي چارواکي ترې په جبري ډول مالیه اخلي.

د هلمند يو هټیوال چې خپل نوم روزخان يادوي اطلاعات روز ته وويل، چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته هغوی مالیه لوړه کړې او د پخوا په پرتله ۵۰ سلنه زیاته اخلي.

نوموړی وايي، په داسې يوه اقتصادي وضعيت کې چې له یوې خوا په بازارونو کې پېر او پلور کم شوی او له بل لوري پرې طالبانو مالیه لوړه کړې اوس اړ شوی چې کاروبار پریږدي.

د هغه په خبره، په تېر جمهوري نظام کې له ده څخه حکومت ۱۵ زره افغانۍ د مالیې په ډول اخيستلې خو سږکال طالبانو ورته د ۳۳ زره افغانيو پارچه ورکړې چې د ده د توان څخه پورته خبره ده.

هغه وايي، چې د طالبانو دغه ډول چلند د خلکو سره ظلم دی او بايد طالبان پر عامو خلکو لږ رحم وکړي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د سړګ سر دوکانونه. انځور: استول شوی

نوموړي زياته کړه:«ماليه بیخي ډيره لوړه شوې د دومره زياتې ماليې ورکولو توان هيڅوک هم نه لري اول زما څخه پخوا حکومت ۱۵زره افغانۍ اخيستلې خو هغه بله ورځ يې ماته يوه پارچه راوړله پکې ۳۳زره افغانۍ ليکلې وې، نه پوښتنه شته نه شی شته بس هرڅو پیسې چې د دوی زړه وغواړي ليکي يې حکومت خو دمور او پلار په څير وي باید لږ رحم ولري.»

ورته مهال د هلمند يو شمیر نور هټیوال هم له لوړي ماليې ټاکلو څخه شکايت کوي او ادعا لري چې طالبانو په دغه ولايت کې تر بل هر وخت لوړه ماليه اخلي.

په مرکز لښکرګاه کې د تېلو کاروباري شفيع الله وایي، چې طالبانو د دې ولايت پر ټولو کاروباريانو ماليه لوړه کړې او خلک يې د ورکولو توان نه لري.

هغه چې د تيلو پمپ لري اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل، چې په تېرو کلونو کې د مستوفيت رياست ته دوی ۵۰ زره افغانۍ مالیه د کاله ورکوله خو په خبره يې چې سږکال طالبانو دغه پیسې ۱۵۰ زره افغانيو ته رسولي دي.

نموړی زیاتوي، چې اوس یې کا وبار په ټپه دريدلی او د تېلو د پلور بازار سوړ شوی دی.

هغه وايي، څو ځله د طالبانو د مستوفيت رياست ته ورغلی او له هغو څخه يې غوښتنه کړې، چې مالیه کمه کړي، خو زياتوي چې د طالبانو د مستوفيت رياست کارکوونکو ورته ويلي چې حکومت پر همدغه ماليه روان دی او خلک اړ دي چې دوی ته زياته ماليه ورکړي.

هغه وویل: «زماڅخه هرکال ۴۵ زره او  ياهم ۵۰ زره افغانۍ ماليه دولت اخيستله خو اوس چې یې پارچه راوړې ۱۵۰ زره افغانۍ یې ليکلي.»

د سياسي چارو کار پوهان هم د طالبانو دغه ډول چلند له ظلم څخه ډک يادوي او وايي، چې طالبانو ته په کار ده چې په اوسني خراب اقتصادي وضعيت کې پر خلکو رحم وکړي.

د سياسي چارو يو تن کارپوه شيرشاه افغان وايي، چې طالبانو په تيرو کې هم د خلکو څخه د عشر او زکات په راټولو خپله جګړه مخي ته وړل او اوس هم له عامو خلکو څخه د ماليې په نوم باج اخلي.

نوموړي وايي چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته خلک له سخت غربت سره مخ شوي او طالبان غواړي په دغه ډول کړنو سره ولس له لوږی مړ کړي.

هغه وايي:«طالبان دغه ۲۲ کاله د ولس له وينو څخه تغذيه کوله کله به يې وويل عشر راکړئ کله به يې خلک تښتول او د خوشي کيدوپه بدل کې به يې بیا پیسې ورڅخه اخيستې اوس هم دغه کارونه کوي ولس سخت ستړی دی اوس چې دوی واک ته ورسيدل اوس بیا د ډانګ په زور دماليې په نوم د ولس څخه پیسې اخلي.»

دغه راز هلمند کې د طالبانو مسوولین هم تاييدوي چې دوی د تيرو کلونو په پرتله پر خلکو ماليه لوړه کړې ده.

د هلمند ولايت لپاره د طالبانو مستوفي عبدالرب نصري وايي، چې تير حکومت په سمه توګه له خلکو څخه ماليه نه اخيستله او دوی اوس يوه درجه بندي جوړه کړې او په ښه ډول ماليه راټولوي.

هغه وايي، چې پر هټیوالو دتير حکومت د ډيرو کلونو ماليه پاتې وه او دوی غواړي چې له ټولو هټیوالو باقيداري ختمه کړي.

د ده په خبره، چې په راتلونکي کلونو کې به پرخلکو يو ځل بیا ماليه ټيټه شي.

هلمند کې د طالبانو مسوولین وایي، دوی د مالیې راټولولو لپاره یو ښه سیستم جوړ کړی او د تېر حکومت څخه پاتې مالیه هم راټولوي. انځور: استول شوی

مستوفي زیاتوي:«يو خو غلطه درجه بندي وه چې د تير حکومت لخوا څخه د ماليې په راټولولو کې شوې وه بل ستونزه دا ده چې دلته پر دوکاندارانو د ډيرو کلونو څخه ماليه پاتې وه موږ هغه باقيداري هم راټولوو نو، ځکه خلک شکايت کوي.»

د طالبانو له لوړې ماليې څخه په داسې حال کې خلک شکايت کوي چې واک ته د طالبانو له رسيدو ورسته په ټول هېواد کې کار وبار په ټپه دريدلی دی.

هټیوال وايي، په تيرو وختونو کې به دوی خپله سوداګري ډیره د وطن پر خلکو کوله خو زياتوي چې روانې وچکالۍ خلک له سختې بیوزلۍ سره مخ کړي او د توکو اخيستلو توان نه لري.

طالبانو نه یوازې په هلمند بلکې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د عشر او زکات په نوم د خلکو پیسې اخلي او ترڅنګ یې په ټولو وړو او لویو کاروبارونو لوړه مالیه ټاکلې چې د خلکو د وس پورته خبره ده.