اطلاعات روز: نیمروز کې ځایي سرچینې وایي، ناپیژانده کسانو په دغه ولایت د یوه ترانزیټي شرکت مسول تښتولی دی.
يوې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې د محمود په نامه یاد سوداګر د تېرې یکشنبې په ورځ (۱ د لړم) هغه مهال تښتول شوی چې له کور څخه جومات ته روان و.
د سرچينې په وينا، ياد تجار شخصي دښمني هم لري او فکر کيږي چې د خپلو دښمنانو لخوا به تښتول شوی وي.
د سرچينې په خبره، چې محمود له نيمروز څخه ايران هېواد ته د مالونو د لیږد رالیږد ترانزیټي شرکت لري.
هڅه مو وکړه چې د دغې موضوع په اړه په نيمروز کې د طالبانو له ولایتي مسولينو نظر هم له ځان سره ولرو خو هغوی له اوږ انتظار وروسته ځواب رانکړ.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په هېواد کې اقتصادي وضعيت خراب شوي او ډيری وخت دغه ډول تښتونې د پیسو ترلاسه کولو په موخه ترسره کيږي.