اطلاعات روز: د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ په اخترزو کلي کې د خوړو نړيوال پروګرام په مالي ملاتړ د اوبو د یوه چېکډېم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
کندهار کې د طالبانو د کليو بيارغونې او پراختيا ریيس ملا عبدالجبار حکمت وايي، د ياد چېکډېم چارې د خوړو نړيوال پروګرام په مالي ملاتړ او د مهاجرينو موسېسې په تخنيکي همکارۍ څو مياشتې وړاندې پېل شوې وې او پرون (چهارشنبه، ۴ د لړم) ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
نوموړی زياتوي، پر دغه چېک ډېم يولس ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې پر یو وخت د ۴۵۰ متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.
د ده په خبره، له دې وروسته به د دې بند له اوبو څخه ۳۹۸ کورنۍ په مستقيمه او ۲۷۸۶ کورنۍ په غير مستقيمه توګه ګټه پورته کوي.
هغه وایي، چې اوس مهال د کندهار په بېلابېلو برخو کې د څو اداراتو له لوري د اوبو د چېک ډېمونو چاري روانې دي ،چې بشپړیدو سره به يې ډېر شمېر کورنيو ته د پاکو اوبو رسولو زمينه برابره شي.
ياده دې وي چې د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ يو له هغو ولسواليو څخه شمېرل کېږي چې ډېر شمېر اوسېدونکي يې پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.