اطلاعات روز: د تېر حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ افغانستان کې د ثبات د تامین لپاره د «افغانانو تر منځ د رښتینو بین الافغاني خبرو اترو» پر اړتیا ټینګار کړی دی.
عبدالله نن (دوشنبه، ۹ لړم) د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې له ټام وېسټ سره د خبرو، خبر ورکړی دی.
هغه لیکلي چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا متحده ایالاتو د دوامداره بشري مرستو مننه یې کړې ده.
دغه راز دواړو لورو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو بیا پرانستل د افغانانو اړتیا او هیله بللې او «ټینګار یې کړی چې د شته ستونزو د حل او په هېواد کې د ملي ثبات د تامین لپاره د افغانانو ترمنځ رښتینو بین الافغاني خبرو اترو ته اړتیا ده ترڅو د ملي مشارکت او ملی یووالی د پیاوړتیا سبب وګرځي .»
عبدالله وايي، چې ټام وېسټ ورته د افغانستان خلکو څخه د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د امریکا ځانګړي استازي په دې وروستیو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم خبرې کړې دي.
عبدالله او کرزی د هغو څو سیاستوالو په ډله کې دي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له هېواده نه دي تښتیدلي.
عبدالله څو څو ځله هیواد پریښود او بیرته راستون شو؛ خو طالبانو کرزي ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.