انځور: استول شوی

د امریکا د سفارت شارژدافیره د طالبانو له زندان څخه د ظریفې یعقوبي د خلاصون غوښتونکې شوه

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر چې د قطر له هیواد څخه فعالیت کوي د طالبانو له زندان څخه د ظریفې یعقوبي او د هغې د څلورو نورو همکارانو د خلاصون غوښتونکې شوه.

ډیکر نن (شنبه، ۱۴ د لړم) په یوه ټویټ کې لیکلي چې «متحده ایالات به هیڅکله د ښځو د ژوند کولو، کار کولو او په سولییز ډول د راټولیدنو د حق له ملاتړ څخه لاس وانخلي.»

طالبانو د ښځو د اعتراضونو او غونډو د ځپلو پر دوام د تېرې پنجشنبې په ورځ (۱۲ د لړم) ظریفه یعقوبي د څلورو نورو کسانو سره د کابل په لویدیځ کې د یوې خبري ناستې پر مهال ونیوله.

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) او د بشري حقونو بنسټونو د دغو کسانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده. یوناما ویلي چې له طالبانو سره یې د ظریفې یعقوبي او د هغې د همکارانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې اعتراض کوونکې ښځې نیولي او د دوی د نیولو په اړه یې بیا څه نه دي ویلي.

دغې ډلې د واک ترلاسه کولو وروسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه ولګول چې دغه بندیزونه د ښځو د اعتراضونو لامل کرځیدلي دي. خو طالبان تل هڅه کوي چې د ښځو اعتراضونه وځپي.