انځور: اطلاعات روز

ارزګان کې د معلولینو ستونزې او خراب اقتصادي وضعیت

اطلاعات روز: افغانستان کې د تېرو څو لسيزو جګړو له امله زرګونه افغانان په مستقیمه توګه په جګړه کې معلول شوي یا د سړک غاړې په بمونو الوتي او یا د هوایي بمباریو ښکار ګرځیدلي دي.

ارزګان چې د هېواد په سویل کې پروت ولايت دی دغلته پخوا او په تېره شل کلنه جګړه کې ګڼ شمیر کسان معیوب شوي او اوس په بد اقتصادي وضعیت کې له کړاوونو ډک ژوند تیروي. دوی وایي، طالبانو له پامه غورځولي او هیڅ پاملرنه ورته کېږي.

په مرکز ترينکوټ کې د عبدالباقي په نوم يو تن معلول چې د ماين په چاودنه کې یې دواړه سترګې له لاسه ورکړي وايي، د دريو ماشومانو او يوې ميرمنې ساتنه کوي، خپله دکار کولو توان نه لري او په کورنۍ کې یې بل داسې کس نشته چې کار روزګار وکړي .

عبدالباقي زیاتوي، تير جمهوري نظام کې یې د ملي پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله چې د ماين په چاودنه کې دواړه سترګې له لاسه ورکړې.

د ده په خبره، اوس يې ژوند د کړاونو ډک شوی، او نشي کولای خپلو اولادنو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

هغه وویل: «څو مياشتې کيږي زه ورځم هره ورځ راته وايي دريمه ورځ راشه څلورمه ورځ راشه خو تراوسه مې نوم نه دی رسمي شوی د کورنۍ ټول غړې ماته ګوري چې زه به د شپې لپاره څه شي ورته برابر کړم موږ هم د دغه وطن لپاره قرباني ورکړې زموږ سره ولې دغه ډول بد چلند کيږي او ولې مو غږ څوک نه اوري.»

دا يوازې عبدالباقي نه دی چې تر سياسي بدلون وروسته يې ژوند له کړاوونو ډک شوي بلکې په دغه ولايت کې زيات معلولين له يو نامعلوم برخليک سره مخ دي او نه پوهيږي چې په راتلونکي کې چاته لاس ونیسي.

د ارزګان د چورې ولسوالۍ اوسيدونکي شيرمحمد اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې د خپل حقه حقوقو لپاره په مياشتو مياشتو د دفترونو مخي ته انتظار باسي.

معلولین وایي، دحپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره یې څو څو ځله د طالبانو معلولینو ریاست ته مراجعه کړې خو، څوک یې غږ نه اوري او نه یې ستونزې حلوي. انځور: اطلاعات روز

هغه وايي، د ژمي راتګ اندیښمن کړی او نه پوهيږي چې د ځان او کورنۍ د ګيډې مړولو او ګرمولو لپاره به خواړه له کومه کوي.

دی زیاتوي، چې د خپل حق ترلاسه کولو لپاره یې څو ځله د معلولينو امريت ته مراجعه کړې خو څوک يې غږ نه اوري او نه یې ستونزو ته رسیدګي کېږي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې حقه حقوق یې ورکړي.

دغه معلول وویل: «اوس نو د ستونزو سره دومره مخ يو چې د خپل ژوند څخه مو په الله ج قسم دی جې بد راځي ځکه کورنۍ را دغاړې ده، بل خبره دا چې د کورنۍ غړي هرڅه راڅخه غواړي خپل ځان مو هير هغه دولتي امتیاز هم څوک نه راکوي نه یې درک شته، ژمی هم راغی نه پوهيږو چې په دغه ژمي کې به څه کوو.»

په ورته وخت کې په ارزګان ولايت کې د طالبانو د معلولينو د برخې مسوولين هم د معلولينو شته ستونزې مني خو زياتوي چې په ټول توان هڅه کوي ترڅو د معلولینو حقوق ورکړي.

په دغه ولايت کې د طالبانو د معلولينو چارو ریيس مولوي عتيق الله منظور وايي، چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته يې ۹۰۰ معلولین راجستر کړي او لاهم پلان شته چې په سلګونه نور معلولین راجستر کړي.

نموړی زیاتوي، چې د يو شمير تخنيکي ستونزو له امله د معلولينو امتيازات ځنډول شوی دی.

د ده په خبره، چې دا مهال دوی هغه معلولين چې په جینیټيکي ډول معلول شوي وي هم د ځان سره ثبتوۍ ترڅو ورسره مرستې وشي.

هغه زیاته کړه، چې د معلولينو سره د مرستې په برخه کې د کومک په نوم يوه موسېسه هم له دوی سره همکاره ده ترڅو معلول شویو کسانو ته مرستې ورسوي.

د معلولینو رییس وویل: «د بانک لخوا او دلته داخل به څه ستونزې حتمن وي خو موږ پوره هڅه کوو چې ستونزې حل کړو معلولينو ته ډاډ ورکوو چې ستونزې به حل کړو او د هغوی ټولې پیسې به ورکړو کيدای شي د ځينو د ۶ مياشتو او دځينو معلولينو د يوه کال پیسې پاتې وي ان شاالله ټولې پيسې به ورته ورکول شي.»

ارزګان کې د معلولینو ریاست د معلوماتو له مخې تر اوسه یې دغه ولایت کې ۹۰۰ معلولین ثبت او را جستر کړي او د ۶۰۰ نورو د راجستر لړۍ روانه ده.

د راپورونو له مخې د ارزګان ولایت په لېرې پرتو ولسوالیو کې د تېرو شلو کلونو جګړو په پایله کې ګڼ شمېر کسان د ماینونو، ناچاوده توکه او هوايي بمباریو په نتیجه کې معلول شوي، خو داسې کره معلومات په لاس کې نشته چې له مخې یې په دغه ولایت کې د معلولینو دقیق شمېر معلوم شي.