یو فدرالي امریکایي قاضي: د افغان پناه‌غوښتونکو د کورنیو د غړو پر امریکا د ننوتلو بندیز غیرقانوني دی

د امریکا یوه فدرالي قاضي پرېکړه کړې چې هغه سفري بندیز، چې د افغان پناه‌غوښتونکو د کورنیو د غړو د امریکا ته د ننوتلو مخه نیسي، غیرقانوني دی.

دا حکم (چهارشنبه، ۷ د زمري) د ویرجینیا ایالت د ختیځې فدرالي محکمې د اسکندریې څانګې قاضي انتوني جي. ترېنګا صادر کړی دی.

یاده محکمه د اوو افغان پناه‌غوښتونکو د شکایت د ارزونې لپاره جوړه شوې وه.

دغه کسان په امریکا کې پناه او د استوګنې اجازه ترلاسه کړې، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي فرمان له امله نه شي کولای د خپلې کورنۍ غړي امریکا ته انتقال کړي.

د قاضي ترېنګا په حکم کې راغلي: «د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه تګلاره چې د ولسمشرۍ د ۱۰۹۴۹ او ۱۰۹۹۸ ګڼې فرمانونه یې پر هغو پناه‌غوښتونکو تطبیق کړي چې د کورنۍ د یوځای کېدو له پروګرام څخه یې غوښتنه کړې او د همدې له امله یې د سفر د اجازې د ورکړې مخه نیولې، له قانون سره په ټکر کې ده او دا تګلاره باطله اعلانېږي.»

قاضي ټینګار کړی چې د ولسمشرۍ فرمانونه په څرګند ډول هغه کسان چې پناه یې ترلاسه کړې، د سفري محدودیتونو څخه مستثنا کوي او باید د هغوی د کورنیو د قانوني یوځای کېدو بهیر خنډ نه شي.

د دې حکم له مخې، د امریکا حکومت مکلف دی چې د ۱۵ ورځو په موده کې د شکایت کوونکو د پنځو کورنیو غړو د سفر اسناد صادر کړي او دوه نورې دوسیې هم د سفري بندیز له محدودیتونو پرته بیا وڅېړي.

محکمې زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزارت دا تګلاره د «اداري اصولو او مقرراتو» خلاف ده او تر هغو به د دې حکم پر پلي کېدو څارنه کوي، څو د شکایت کوونکو د کورنیو غړي امریکا ته ورسېږي.

محکمې څرګنده کړې چې دا پرېکړه د ټرمپ د حکومت د عمومي سفري بندیز د لغوه کېدو معنا نه لري، بلکې یوازې د هغو کسانو مېرمنې او ماشومان پکې شاملېږي، چې مخکې یې په امریکا کې پناه ترلاسه کړې او د کورنۍ د یوځای کېدو غوښتنلیکونه یې هم منل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د یوه اجرائیوي فرمان له مخې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو امریکا ته ننوتل په بشپړ ډول منع کړل.

د دغه فرمان له صادرېدو وروسته، د امریکا د پوځ او امریکایي بنسټونو د زرګونو پخوانیو همکارانو او د هغوی د کورنیو د لېږد بهیر، چې لا هم په سیمه‌ییزو هېوادونو لکه قطر او پاکستان کې د انتقال په تمه دي، درېدلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته