کانکور کې مې د خوښې پوهنځي ته لار ونه مونده، اوس څه وکړم؟

شمس الحق حیران

څو ورځې وړاندې په هېواد کې د سرتاسري کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې. له نېکه مرغه، ډېر ګډونوال یې د خپلې خوښې څانګو ته بریالي شول؛ خو زرګونه داسې ګډونوال هم وو چې یا یې د معیاري نومرو نه پوره کولو له کبله د خپلې خوښې پوهنځي ته په لارموندنه ونه توانېدل، یا یې د تحصیلي څانګې په انتخاب کې د تېروتنې له کبله لږ تر لږه د سږ کال لپاره د خپلې خوښې وړ پوهنځی ته د بریا آرمان سر وخوړ او یا د کانکور ازموینې د ژوند بدلوونکي ارزښت نه درک کولو له وجې د سږ کال لپاره بې پایلې اعلان شول. پایلې چې هر څنګه دي، اوس اعلان شوي دي او د دغو نابریالي شوو یا د خوښې وړ څانګې ته د نابریالي شوو دواطلبانو ذهن کې به حتمي دا پوښتنه راګرځي چې کانکور کې خو پاتې شوم، اوس څه وکړم؟ دا چې یاد زرګونه ځوانان د دې ټولنې سترګې او د بریالي راتلونکي پر لور زموږ د الوت وزرې دي؛ نو ځکه د دوی د پوهاوي، ډاډګیرنې، انګیزې او ملاتړ په پار دا لیکنه خپروم. غواړم، په دې برخه کې د خپلې تجربې، ځينو نورو ډېرو بریالیو کسانو له تجربو او د بیاځلي بریا لپاره د الګو شخصیتونو د اغیزناکو کړنلارو څخه په ګټه اخیستنې دغو نابریالیو یا د خپلې خوښې څانګو ته د نابریالي شوو داوطلبانو لپاره ځینې ګټورې سپارښتنې ولرم.

ګرانو زده کوونکو، د کانکور ازموینه کې ناکامي یا پاتې راتلل په ټول ژوند کې د ناکامۍ په مانا نه ده. د بلې هرې ازموینې په څېر، کانکور کې هم ګډونوال یا د خپلې خوښې څانګې ته بریالي کېږي، یا د اړینو نومرو د نه پوره کولو یا خپلې تحصیلي څانګې د ناسمې او بیړنۍ ټاکنې یا د خپلې خوښې تحصیلي څانګو لپاره د څلور ورکړل شوو انتخابونو تر منځ د منطقي ترتیب نه رعایت کولو له کبله آن د لوړو نومرو له اخیستلو سره سره بیا هم خپلې پام وړ څانګې ته لار نه مومي. که تاسو هم له دویم ذکر شوي برخلیک سره مخ شوي یاست، نو د لاندې پنځو سپارښتنو عملي کول درسره د بیاځلي حتمي بریا برخه کې ډېره مرسته کولی شي. دا سپارښتنې په غور ولولئ، هم یې په خپله عملي کړئ او هم یې تر نورو همزولو او ملګرو ورسوئ.

مه ناهیلي کېږئ

 تر هر څه وړاندې ځان ته ډاډ او قوت وبښئ. ځان ته داسې تلقین ورکړئ چې کانکور یوه تخنیکي ازموینه ده، دا چې زه سږ کال خپلې پام وړ څانګې ته بریالی نه شوم حتمي به د دې پروسې په یوه برخه کې تېروتنه رانه شوې وي، یا به زما له ټولو هڅو سره سره د الله تعالی خوښه نه وه چې زه دې ټاکل شوې پوهنځي ته لاره وموم. دا په دې مانا نه ده چې زه دې نور نو پر خپل ځان باور له لاسه ورکړم، ځان او خپلو وړتیاو ته دې په ټيټه سترګه وګورم، د نورو همزولو او ټولګیوالو په پرتله دې د کمترۍ احساس وکړم، او یا خدای مه کړه ځان دې په ناسمو نومونو او لقبونو مخاطب کړم او یا دې په ورته نورو ناهیلي کوونکو چارو لاس پورې کړم. بلکې، ځان ته مثبته انرژي ورکړئ، تل د ټولو چارو او پایلو په هکله مثبت فکر ولرئ، مثبت فکر تاسو ته مثبتې پایلې راجلبوي. نو له هر څه وړاندې د آرامۍ احساس وکړئ. له هغو خلکو او چاپېریال د لنډې مودې لپاره ځان لرې کړئ چې تاسو ته احساس ماتوونکې او ناهیلي کوونکې خبرې کوي. هڅه وکړئ، خپل ذهني توازن، د مزاج خوښي او فکري آرامتیا مو وساتئ. هېچا ته د دې اجازه مه ورکوئ چې ستاسو له وجوده ستاسو تر ټولو لوی معنوي ځواک واخلي. ستاسو تر ټولو لوی معنوي ځواک او شتمني په الله تعالی باندې ستاسو توکل، پیاوړې اراده، ټینګ هوډ، مثبت فکر، پر ځان باور او ویسا او ځان ته په ارزښت قایلېدل یا عزت النفس دي. په هېڅ ازموینه کې ناکامي له تاسو دا ارزښتناکه شتمني نه شي لوټلی، نو پام وي چې دا ځواک له لاسه ورنکړئ. هېڅکله د ناهیلۍ، لارورکۍ، ناوړه افکارو، ځان یا نورو ته د زیان رسولو، له تحصیلي بهیره د شا ته کېدو او شاقه کارونو، یا وخت ضایع کوونکو بوختیاو او بې حسابه لوبو ته مخه مه کوئ. ځان ته ډاډ ورکړئ چې کله ناکله یوه ازموینه کې په لومړي ځل نه بریالي کېدل تاسو ته دې فرصت درکوي چې د دویم ځل لپاره ځان په لاښه ډول چمتو کړئ او د لومړۍ دورې تر تصور لوړه بریا او نومره ترلاسه کړئ. موږ ډېر کله لیدلي چې په لومړي ځل د کانکور ازموینه کې پاتې راغلیو داوطلبانو په دویم ځل کانکور ازموینه کې تر نورو ډېرې لوړې او حتی د هېواد په کچه تر ټولو لوړې نومرې اخیستې او بریالي شوي دي.

د نه بریالي کېدو اصلي لامل مو ومومئ

 له ځان سره په آرامو مغزو فکر وکړئ چې ولې مو سږ کال کانکور ازموینه کې د خپلې خوښې پوهنځۍ ته لاره ونه مونده؟ آیا لازم چمتووالی مو نه و نیولی؟، د کانکور ازموینې د تخنیکي پروسې په هکله مو معلومات کم وو؟، ستاسو د ټاکل شوو څانګو (پوهنځیو) او ستاسو د تخمیني اخیستل کېدونکو نومرو تر منځ تناسب نه و موجود؟، د ازموینې په ورځ مو فکري تمرکز نه درلود؟، د مناسب او اړین چمتووالي (کانکور آمادګۍ) پرته مو یوازې تش په نوم د غوره پوهنځیو خوبونه لیدل؟ او که کومه بله ستونزه وه؟ نو د نه بریالي کېدو اصلي لامل ومومئ او ژر تر ژره یې په حل لاس پورې کړئ.

د بیا ځلي بریا لپاره لاس په کار شئ

د نه بریالي کېدو د اصلي لامل تر موندلو وروسته، تاسو دوې لارې لرئ. لومړۍ سناریو دا ده چې که د کورنۍ اقتصادي او مالي وضعیت مو ډاډمن وي او تاسو ته په یو معتبر خصوصي کورني یا بهرني پوهنتون کې د تحصیلي دورې لګښتونه برابرولی شي، نو د راتلونکي کال کانکور ازموینه کې د ګډون په هیله د بشپړ کال له ضایع کولو پرته ژر تر ژره لومړی حداقل د شپږو میاشتو لپاره د انګلیسي ژبې او تر یو بریده د کمپیوټر د اړینو پروګرامونو د زده کړې او انټرنېټ له نړۍ سره د ځان بلدولو پر مهارتونو کار وکړئ. د انګلیسي ژبې د ډولینګوو، ټافل یا آیلټس ازموینې لپاره تیاری ونیسي او د دغې ازموینې له پاس کولو وروسته د امریکا یا اروپايي هېوادونو په معتبرو پوهنتونونو کې د سکالرشيپ لپاره هڅه وکړئ او یا په خپل لګښت په کور دننه یو معتبر خصوصي پوهنتون یا یو پام وړ بهرني پوهنتون کې زده کړې وکړئ. دویمه سناریو دا ده چې که چېرې د خپلې کورنۍ اوسني شرایط د دې چارې لپاره مساعد نه درته برېښي، بیا هم لاس تر زنې مه کېنئ. ژر تر ژره مټې رابډ وهئ، د راتلونکي کال کانکور ازموینې ته سر له اوسه چمتووالی ونیسئ.

زه شاوخوا درې کاله د کانکور آمادګۍ د دورې استاد پاتې شوی یم. زما د خپلې تجربې او مشاهدې پر بنسټ، په ډېری مواردو کې کانکور ازموینه کې د نه بریالي کېدو اصلي لامل د داوطلبانو نه چمتووالی یا کمزوری چمتووالی وي. نو تاسو باید وګورئ چې سږني کانکور کې د کوم معتبر کورس زده کوونکي تر نورو ډېر ځلېدلي دي؟ هماغه کورس ته ولاړ شئ، د کانکور آمادګۍ ټولګي ته یې نوم لیکنه وکړئ، که یې تر اوسه دا ټولګی نه وي پیل کړی، د طبیعي علومو د اساساتو په ټولګي کې چې د کانکور آمادګۍ دورې لپاره د بنسټ رول لري، نوم لیکنه وکړئ، په ریاضي، فزیک، کیمیا، هندسې، مثلثاتو او نورو اړوندو برخو کې چې د کانکور تېره ازموینه کې تاسو پکې کمزوري واست ځان ورسوئ. وروسته د کانکور آمادګۍ د ټولګي پیلېدو سره له ځنډ پرته نوم لیکنه وکړئ، په منظم ډول ټولګي کې ګډون وکړئ، د هرې اونۍ ازمویښتي ازموینو کې په ګډون سره خپل د قوت او ضعف ټکي معلوم کړئ او کار پرې وکړئ. ډاډمن اوسئ چې راتلونکی کال به مو د سږني هغه په پرتله ډېر بریالی او زړه راښکونکی وي.

د کانکور آمادګۍ تر څنګ انګلیسي او کمپیوټر زده کړئ

 تېر کال تاسو د کانکور ازموینې ته د آمادګۍ تر څنګ اړ واست چې ښوونځي ته هم هره ورځ حاضر شئ، نو معمولا پنځه تر شپږ ساعته مو ښوونځي او د ښوونځي لاره کې ضایع کېدل. خو سږ کال دا مسؤلیت در ترغاړې نه دی. نو هڅه وکړئ د انګلیسي ژبې او کمپیوټر په یو نامتو او معتبر کورس کې نوم لیکنه وکړئ او د کال تر پایه د کانکور آمادګۍ تر څنګ انګلیسي او کمپیوټر دوره هم بشپړه کړئ. مه هېروئ، تاسو چې هرې پوهنځۍ ته لاره ومومئ، انګلیسي او کمپیوټر باندې بلدتیا ستاسو د بریا او ځلېدو چانس لس برابره زیاتولی شي. انګلیسي ژبه نن وخت کې د فرصتونو کلۍ ده. د تحصیلي او کاري ژوند د بریا پر وړاندې هغه پراته ستر خنډونه چې شاید کلونه کلونه تجربه یې هوار نه کړای شي، انګلیسي ژبه یې په څو شېبو کې هوارولی شي. نو هیله ده هره ورځ مو یو دوه ساعتونه وخت د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره ځانګړی کړئ او ځان پکې ورسوئ.

خپل وخت مو په اغیزناک ډول مدیریت کړئ

 د راتلونکي کال ازموینې لپاره د اغیزناک چمتووالي په پار ځان ته د ۲۴ ساعتونو یو منظم مهالوېش ترتیب کړئ. اندېښنه مه کوئ، دا کار ډېر ساده دی. هومره ساده او آسانه چې ښايي تصور به مو یې هم نه کاوه. ساده یو جدول تنظیم کړئ او ولیکئ چې سهار له خوبه په څو بجو راپاڅېږئ؟ په څو بجو کورس ته ځئ؟ د ورځې جریان کې نور څه کوئ؟، انګلیسي ژبې او کمپیوټر کورس ته د ورځې په کوم ساعت کې ځئ؟ د اوونۍ په کومه ورځ یا ساعتونو کې ورزش ته ځئ؟ له درس، ورزش او کتاب لوستلو ور آخوا ستاسو بله ورځنۍ بوختیا څه ده؟ څومره وخت باید کورنۍ، ملګرو او درس ته ورکړئ، څو ساعته خوب باید وکړئ او څنګه د فیسبوک، لوبو، بې ځایه مجلسونو او نورو وخت ضایع کوونکو چارو څخه ځان وساتئ. په دې برخه کې د وخت د مدیریت یو تر ټولو اغیزناک او په نړیواله کچه ازمویل شوی ساده فورمول د (۳*۸) فورمول دی. په دې مانا چې خپل ۲۴ ساعتونه په درېیو برخو ووېشئ: ۸ ساعته زده کړې+مطالعه+کورس ته تګ راتګ+ د کورس د درسونو تکرار او ګټورو ویډيوګانو د لیدلو لپاره ځانګړي کړئ، ۸ ساعتونه د خوب لپاره ځانګړي کړئ او ۸ نور ساعتونه د کورنۍ په چارو کې د همکارۍ، لوبو، تفریح، ملګرو او دوستانو خپلوانو سره ناستې ولاړې، ټولنیزو مسؤلیتونو او نورو اړوندو چارو ته ورکړئ.

پایله

په دې لیکنه کې د کانکور ازموینه کې خپلې د خوښې پوهنځۍ ته د نابریالي شوو یا له لویه سره بې پایلې اعلان شوو داوطلبانو لپاره د بیا ځلي بریالي کېدو په پار پنځه لنډې او اغیزناکې سپارښتنې وړاندې شوې دي. دا پنځه سپارښتنې عبارت دي له: مه ناهیلي کېږئ، د کانکور ازموینه کې د نه بریالي کېدو اصلي لامل مو ومومئ، له ځنډ پرته لاس په کار شئ او د تېر کال په پرتله لازیاته پياوړې، مرتبه او اغیزناکه کانکور آمادګي ونیسئ، د کانکور آمادګۍ تر څنګ انګلیسي ژبه او کمپیوټر زده کړئ او خپل ۲۴ ساعته وخت مو په اغیزناک ډول مدیریت کړئ. د دې سپارښتنو په عملي کولو سره، تر ډېره بریده دا ډاډ ترلاسه کېدای شي چې راتلونکې کانکور ازموینه کې به دوی د خپلې خوښې پوهنځۍ ته لاره مومي. د ټولو افغان ځوانانو او پېغلو د بریا په هیله.