انځور: UNICEF Afghanistan

یونیسف: په افغانستان او سویلي اسیا هیوادونو کې ۱۵ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان او د سویلي اسیا په نورو هېوادونو کې د اقلیمي بدلون له امله راوتلو سېلابونو میلیونونه ماشومان اغېزمن کړي دي.

دغه صندوق نن (شنبه، ٢١ د لړم) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په دغو هېوادونو کې ١٥ ميليونه ماشومان مرستو ته اړتيا لري.

یونیسف ویلي، اوس دا ډیره مهمه ده چې ماشومان د اقلیمي بدلون د زده کړو له لارې د داسې نړۍ لپاره ژوند کولو لپاره چمتو کړو چې د اقلیم بدلون سره مخ ده.

افغانستان په دې وروستیو کلونو کې له وچکالۍ او ویجاړونکو سیلابونو سره مخ شوی دی.

ویل کیږي چې یوازې روان کال افغانستان ته د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو له امله څه باندې دوه میلیارد ډالر زیان رسیدلی دی.

په همدې حال کې کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) بیا وایي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمې ننګونو لپاره لږ چمتو دی؛ مګر دا شپږم ډیر اغیزمن شوی هیواد دی.