لوګر کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی

اطلاعات روز: لوګر ولایت کې ځايي سرچینې وایي، د دغه ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د یو ځوان جسد موندل شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه ځوان جسد تېره ورځ (یکشنبه، ۲۲ د لړم) د محمد اغې ولسوالۍ اړوند سیمه کې موندل شوی دی.

د هغه په خبره دغه ځوان په مرموز ډول وژل شوی او په بدن یې له ورایه د شکنجې نښې هم ښکاري.

په همدې حال کې د لوګر لپاره د عامې روغتیا ریاست مسوولینو هم پېښه تایید کړې او د دغه ولایت د عدلیې له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ ورته د محمد اغې ولسوالۍ د طالبانو امنیتي مسوولینو د یو ځوان جسد ور وړی دی.

خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې یاد ځوان څوک، کومه دنده یې ترسره کوله او د چا له خوا وژل شوی دی.

لوګر کې په مرموز ډول د هدفي وژنو دوام خلک اندېښمن کړي او د طالبانو له امنیتي ادارو د دا ډول پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي.