کندهار کې له ۵۸۸ کورنیو سره د چرګانو د ساتنې او روزنې وسایلو مرسته وشوه

اطلاعات روز: کندهار ښار کې د خوړو او کرنې نړيوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ ۵۸۸ بې وزله کورنیو سره د ژوندیو چرګانو د ساتنې او روزنې وسایلو مرسته ترسره شوه.

د دې ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست اړوند د څارويو روغتيا او مالدارۍ امر حميدالله وايي، يادې مرستې نن (چهارشنبه، ۲ د لیندۍ)  د کندهار ښار بې وزله کورنیو سره ترسره شوې.

نوموړی زیاتوي، دغه مرستې پر ۵۸۸ بې وزله کورنيو وويشل شوې چې له ډلې یې ۵۳۰ تنې ښځې او ۵۸ نارينه دي.

د هغه په خبره، په دې مرستو کې ۳۰ زراغتي چرګان، د چرګانو دانه او کیټونه شامل دي.
د کندهار د څارويو د روغتيا او مالدارۍ آمر له دغو کورنيو غوښتنه کوي ترڅو له دې توکو په ښه ډول ساتنه وکړي او په بازارونو کې یې ونه پلوري.

په همدې حال کې هغه ښځې چې یادې مرستې يې ترلاسه کړي د طالبانو له سرپرست حکومت او نړيوالو موسېساتو غوښتنه کوي ترڅو ورسره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

د يادونې وړ ده چې د یادو ميرمنو له ډلې څخه ځینو یې تر دې وړاندې د سړکونو پر سر خیرات ټولوه چې له دې وروسته به خپل روزګار د چرګانو د ساتنې او د هګیو په پلورلو چلوي.