یونيسيف په دايکندي کې د طالبانو د بريد له امله د څلورو ماشومانو وژنه وغندله

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسيف) وايي، چې د دايکندي پر سيوک کلي د طالبانو بريد ډېر دردوونکی دی چې د څلورو ماشومانو په شمول، نهه غير نظامي وګړي پکې وژل شوي دي.

د يونيسيف په وينا، په دې بريد کې څلور ماشومان چې د يوه عمر پکې ۱۴ کاله و، وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښوولې او ويلي يې دي چې د ماشومانو په وړاندې هر ډول کېدونکی تاوتريخوالی غندي: «موږ له ټولو اړخونو غواړو چې د ماشومانو د ملاتړ نړيوالو قوانينو ته له خپلې ژمنتيا سره سم، هر وخت پر هغو عمل وکړي.»

يونيسيف ويلي دي چې په افغانستان کې هره نجلۍ او هلک بايد اجازه ولري چې په سولييز چاپېريال کې ژوند وکړي تر څو وکولای شي چې وده وکړي او له خپلو وړتياوو استفاده وکړي.

نن سهار د دايکندي له مرکز څخه سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې طالبانو د خپلو سيمه ييزو ملاتړو په مرسته د هاشم خان او د محمدداد جعفري د زامنو پر کورنيو د دې ولايت د مرکز په «سيوک – شيبر» سيمه کې بريد وکړ او په قتل عام يې لاس پوري کړ.
په دې حمله کې د دې دوو کورنيو نهه غړي وژل شوي دي.

سرچينې همدا راز زياتوي، چې طالبانو دا خلګ د «مقاومت جبهې» په غړيتوب تورن کړي دي او کله چې د دې خلګو له لوري د تسليمۍ وړانديز رد شو، نو طالبانو يې پر کورونو هجوم ور ووړ.

د سرچينو په وينا، د محمدداد جعفري او هاشم خان زامنو له کلونو راهيسې د ځمکې پر سر د غريب حسين بيګ په نوم د يوه بل کس له زامنو سره دعوه درلوده او له ډېره وخته د يوه – بل مخالف وو.
سرچينې زياتوي، چې د محمدداد جعفري زامنو به له همدې وجې تل له ځان سره وسله ګرزوله، خو له طالبانو سره يې هيڅ ستونزه نه درلوده او نه يې هم له «مقاومت جبهې» سره اړيکې وې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.