طالبانو په تېرو ۱۵ مياشتو کې له ښځو سره څه کړي دي؟

سره له دې چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو په برخه کې د ۱۹۹۹ کال د نوامبر د ۲۵مې پروټوکول ته ژمن دی او دوه کاله وړاندې به يې همدا ورځ په بېلابېلو کچو او ډولونو په دې موخه لمانځله چې د ښخو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوی وکړي، خو دوه کاله کېږي چې نه د دې ورځې د لمانځنې په اړه کوم خبر شته او نه هم په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په اړه خبرې کېږي، بلکې په خپله د طالبانو سرپرست حکومت د ښځو په وړاندې په تاوتريخوالي تورن او عامل يې بلل کېږي.

نجيبه ايوبي چې خبرياله ده، وايي چې طالبان ډیر افراطیان او د يوې مرد سالاره ټولنې محصول دي او ځان ورته د يوه پوه نسل پر وړاندې حقير ښکاري؛ له همدې کبله يې د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي ته مخه کړې ده: «کله چې د طالبانو مشران د ښځو له زده کړو سره مخالفت کوي، نو د دې ډلې ټيټ پوړي جنګيالي ځان ته حق ورکوي چې د ښځو په وړاندې هر ډول تاوتريخوالی وکړي.»

د اسد مياشتې تر ۲۴مې وروسته طالبانو پر ښځو ګڼ شمیر محدودیتونه ولګول. دې بندیزونو ښځې له خپلو اساسي حقوقو بې برخې کړې دي لکه څرنګه چې په ميليونونو نجونې ښوونځي ته له تلو منع شوې دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي پخوانۍ استاده شهلا فرید وايي، طالبانو د ښځو پر وړاندې د درې ډوله تاوتریخوالي (وهل، ټکول، د بشري حقوقو نقض او معنوي تاوتريخوالي) سبب ګرځیدلي دي: «طالبانو ټول هغه اعمال کړي چې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون په رسميت پېژندلي وو او په نړيوالو اسنادو لکه د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعيض د له منځه وړلو کنوانسينونو او د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په ميثاق کې هم راغلي دي. دې ډلې په خپلو پراخو بنديزونو سره نه يوازې دا چې ښځې له خپلو اساسي حقوقو بې برخې کړې دي، بلکې ښځې يې د توکو کچې ته راټيټې کړي او د هغوی انساني ارزښت يې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.»

اغلې فريد ټينګار کوي چې طالبان ښځو ته يوازې د جنسي وسيلې په توګه ګوري.

دا هر څه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو تر حاکميت لاندې ښځې حق نه لري چې خپل لباس په خپله انتخاب کړي او نه يې هم رنګ انتخابولای شي. همدا راز ښځې د نارينه له ملتيا پرته روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي حق هم نه لري.

یوه له اعتراض کوونکو ښځو څخه چې د طالبانو زندان یې تجربه کړی او شکنجه شوې ده، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل: «ښځې په افغانستان کې د تاوتريخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ دي. ځان وژنه، تېری، سپکاوی، شکنجه، زندان، له زده کړو او پوهنتون څخه محرومیت، په بدو کې ورکړه، جبري واده، په کم عمر کې نکاح، صحرايي محکمه، پر سفر بنديز، پر کار بنديز، محدوديت، د نجونو پلور او بل هر ډول فزيکي او رواني تاوتريخوالی له ښځو سره کېږي.»

نړيوال اقتصادي فورم (WEF) د ښځې او نارينه و تر منځ د جنسيتي تبعيض له مخې افغانستان د نړۍ د هيوادونو په فهرست کې وروستی ګڼلی او په دې سره افغانستان د ښځو لپاره د بدترين هيواد سرليک ګټلی دی.

په تیر یوه کال کې، طالبانو تل د ښځو اعتراضونه په تاوتریخوالي سره ځپلي دي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

هغه تاوتريخوالي چې طالبانو له ښځو سره کړي

طالبانو په تېرو ۱۵ مياشتو کې د پراخو بنديزونو په دوام سره له ښځو او په ځانګړې توګه له هغو نظامي ښځو پوښتنې او ګروېږنې کړي چې په جمهوري نظام کې يې دندې درلودې. د هرات ولايت د ښځينه زندان د مديرې عاليې عزيزي ورکېدل د ښځو په وړاندې د خشونت لومړنۍ پېښه ده چې عامل يې طالبان ګڼل کېږي. نوموړې څلور کاله د هرات د ښځينه زندان مديره وه او کله چې تېر کال طالبانو هرات ونيوه، نو دا د ګڼو نورو دولتي کار کوونکو په څېر پر کور کېناستله؛ خو پر کور تر څو ورځنۍ ناستې وروسته د هرات سيمه ييزو طالبانو نوموړې خپلې دندې ته وغوښته او تر دې وروسته یې په اړه هيڅ معلومات نه شته. د عاليې لپاره کمپاين او د هغې لپاره د عدالت غوښتنې هم کومه پايله نه ده ورکړې.

دويمه پېښه، په غور ولايت کې د پخوانۍ پوليسې وژل کېدل دي. دا پخوانۍ پوليسه نګار نومېدله او د غور ولايت د ښځينه زندان کارکوونکې وه. نموړې د (۱۴۰۰ کال د سنبلې پر ۳مه) په داسې حال کې په خپل کور کې ووژل شوه چې د اوو مياشتو حامله وه. له غور څخه سيمه ييزې سرچينې تاييدوي چې طالب ځواکونو دا ښځه د خپلو ماشومانو په وړاندې په ډزو وويشته او ويې وژله. يوې بلې نظامي ښځې اطلاعات روز ته د خپلې شکنجې اسناد لېږلي او ويلي يې دي چې دا هم لومړی د طالبانو له لوري خپلې دندې ته وغوښتل شوه خو وروسته ونيول شوه او شکنجه کړل شوه. دا ښځه د خلکو په هڅو بيرته خوشې کړل شوه.

د اعتراض کوونکو ښځو شکنجه کول

د افغانستان ښځې له ۱۵ مياشتو راهيسې د بنديزونو او د ژوند د ناسم وضعيت په وړاندې اعتراض کوي. مګر بيا هم نه يوازې دا چې دې اعتراضونو او غوښتنو ته پام نه دی شوی او بنديزونه لېرې شوي نه دي، بلکې په خپله اعتراض کوونکې ښځې د طالبانو له لوري له مستقيم فزيکي او رواني تاوتريخوالي سره مخ دي.

طالبانو په ځلونو–ځلونو له اعتراض کوونکو ښځو سره تاوتريخوالی کړی او هغوی يې په زور تیت و پرک کړې دي. يوازې په کابل کې يې ۴۴ ښځې له خپلو کورونو او يا هم کارځايونو څخه وړې او شکنجه کړې دي. له دغو ښځو يې يو شمير له افغانستانه وتلې دي او اطلاعات روز ته يې ويلي چې د طالبانو په زندان کې يې بېلابېلې رواني او جسمي شکنجې تجربه کړې دي.

د زده کوونکو شړل

له شکنجې سره–سره، طالبانو اعتراض کوونکې ښځې له زده کړو هم بې برخې کړې دي. په کاج ښوونيز مرکز کې تر ځانمرګي بريد وروسته چې ۵۴ زده کوونکې نجونې يې ووژلې او ۱۱۵ نورې يې ټپيانې کړې، په افغانستان کې د نيوکو يوه څپه را ولاړه شوه. سره له دې چې طالبانو سخت بنديزونه لګولي، خو بيا هم په دې تړاو زده کوونکو نجونو اعتراضونه وکړل. همدا اعتراضونه د دې لامل شول چې طالبان هغوی له دولتي پوهنتونو او ليليو څخه وباسي او له زده کړو يې بې برخې کړي.

د بلخ ولایت په شولګر ولسوالۍ کې د طالبانو د پوهنې امر له یوې زده کوونکې سره په زور واده کړی دی. نوموړي د دې مراسمو لګښت د ښوونځي له ښوونکو څخه راټول کړی دی. انځور: ټولنیزې رسنۍ

د طالب جنګياليو جبري ودونه

له دې هاخوا کومو نجونو چې په دې ډول اعتراضونو کې هيڅ ونډه نه درلوده، هغوی هم د طالبانو له تاوتريخوالي څخه نه دي خوندي. يو شمير طالب جنګياليو د تېر کال د اسد تر ۲۴مې وروسته نجونې له دوی سره ودونو کولو ته مجبوري کړې، يا يې هم په جنسي توګه ځورولې دي.

الهه دلاورزۍ چې د کابل پوهنتون د طب د درېيم کال محصله ده او د افغانستان د پخواني پوځ د يوه جنرال لور ده، نوموړې د ۱۴۰۱ سنبلې پر اتمه پر ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو خپره کړه او ويې ويل، چې تېر کال ژمی طالبانو دا د تلاشۍ پر مهال ځکه ونيوله چې په ټليفون کې يې د امنيتي ځواکونو تصويرونه وو.

دې ويل چې د کورنيو چارو وزارت وياند سعيد خوستي پرې په زندان کې جنسي تېری کړی او وروسته يې په زور نکاح ورسره کړې ده. دې ځوانې نجلۍ د خپل بدن د شکنجې اثار او  ټپونه هم رسنيز کړل او ويې ويل چې قاري خوستي په ځلونو ممکن په چاقو او يا هم کيبل سره شکنجه کړې ده.

که څه هم قاري سعيد د الهې ادعا رد کړه او ويې ويل چې دا نجلۍ نه پېژني، خو کله چې يې ويډيوګانې او عکسونه خپاره شول، بيا يې په ټويټ کې وليکل چې الهه يې مېرمن وه او تر هغه وروسته يې طلاقه کړه چې د مقدساتو توهين يې وکړ او ايمان او عقيده يې کمزورې وه.

له الهې سره چې څه وشول، يوه نوې خبره نه ده. د تېرو ۱۵ مياشتو په جريان کې د افغانستان له ګوټ – ګوټ څخه خبرونه ورکړل شوي چې ښيي طالبان په جبر له نجونو سره نکاح کوي او يا هم تیری پرې کوي.

لکه څرنګه چې د بلخ ولايت له شولګرې ولسوالۍ څخه سرچينې وايي، چې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د معارف آمر د مکتب له يوې ۱۶ کلنۍ زده کوونکې سره په جبري توګه نکاح کړې ده.

طالبانو د ۱۴۰۰ لمريز کال د سنبلې مياشت پر مهال يو شمېر اعتراض کوونکې ښځې په بلخ کې ونيولې. تر دې نيونو وروسته ځينو سرچينو اطلاعات روز ته ويلي، چې پر اعتراض کوونکو نجونو د طالبانو له لوري په زندان کې جنسي تېري شوي او تر دې وروسته په مزار شريف کې د نجونو مرموزې وژنې هم وشوې.

الهه دلاورزۍ چې د روان کال په وږي میاشت کې د قاري سعید خوستي له زندانه تښتېدلې وه، اوس له څو ورځو راهیسې له خپل کوره نادرکه ده.

د کورني تاوتريخوالي زياتېدونکې کچه

په تېرو ۱۵ مياشتو کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی په کورونو کې هم زيات شوی دی. په منځني ډول په هرو دوو ورځو کې يوه ښځه د خپلې کورنۍ او يا هم نورو افرادو له خوا په افغانستان کې وژل کېږي.

زهرا سپهر چې مدني فعاله ده او کلونه يې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه د ښځو په حقوقي مسايلو کې د مشاورې په حيث کار کړی، وايي: «طالبانو د بنديزونو په وضع کولو او د منفي باورونو په ترويج سره په کورونو کې د ښځو په وړاندې عملا تاوتريخوالی زيات کړی او هڅه کوي چې شخصي حريم هم له خپل خواهش سره سم بدل کړي.»

په تېرو ۱۵ مياشتو کې د يوې يا څو کورنيو په وسيله د ښځو د وژنې ۹۷ بدترينې پېښي ثبت شوې دي، پر دوو ماشومانو تېری شوی، ۳۹ ځان وژنې شوي، ۳۲ صحرايي محکمې شوې دي، په ننګرهار کې د بدن د غړي پرېکولو يوه پېښه شوې، د ۴۰ ښځو نيول کېدل او د کم عمره ودونو څلور پېښې هم رسنيو ته راووتلې دي.

سياسي کارپوهان او مدني فعالان وايي، چې طالبان د خپل قبيلوي ليد او د تروريستو بريدونو په پايله کې د خپلې تياره ماضي له کبله، د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی کوي او له ديني مسايلو څخه په استفادې له ښځو د يوې سياسي وسیلې په توګه کار اخلي، تر څو خپلو موخو ته ورسېږي.

د پوهنتون استاده شهلا فريد وايي: «د طالبانو مشران ټولو ښځو ته له خپل قبيلوي ذهنيت څخه ګوري او د خپلو افرادو د رضايت په هدف غواړي چې ښځې په هماغه چوکاټ کې وويني او استفاده ترې وکړي.»

اغلې فريد زياتوي، چې دې ليد او د طالبانو دې چلند ځيني خلک زړور کړي چې له ښځو سره تاوتريخوالی وکړي.

د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع (مجما) رييس عزيز رفيعي هم په دې باور دی چې طالبان د ښځو د ژوند حق نقض کړی او غواړي له ښځو ابزاري استفاده وکړي.

د بشري حقوقو څارونکي هم وايي، چې طالبان د ښځو د چوپ کولو لپاره بې رحمانه اقدامات کوي.

نجيبه ايوبي چې ژورنالیسته ده وايي، چې د تاوتريخوالي په وسيله له ښځو ابزاري استفاده هيڅ لاسته راوړنه نه شي درلودای، مګر دا چې خلګ بېزاره کړي او له وطنه وتښتي.