انځور: ارشیف

کرن ډیګر: افغانستان کې معلولې ښځې د ژوند له جدي ننګونو سره مخ دي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافيره کرن ډیګر وايي، چې په کابل کې يې د معلولو ښځو له يوې ډلې سره پر ليکه/انلاين خبرې کړي او موندلې يې ده چې دا ښځې د ژوند له جدي ننګونو سره مخ دي.

نموړې نن (دوشنبه، ۱۴ د لیندۍ) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې افغانستان کې معلولو ښځو ته پاملرنه نه کېږي.

ډیګر ويلي: « دا ما په غوسه کوي چې دوی د داسې سیستم له لوري له پامه غورځول کیږي چې بايد د تخصصي مرستو لپاره يې دوی ته لومړيتوب ورکولای. دوی قوي او ښکلې انسانانې دي او زه وياړم چې ځان د هغوی خور بولم.»

د شمیرو له مخې، د افغانستان په سلو کې ۱۳ سلنه وګړي معلول دي. دا روښانه نه ده چې په دې کې د ښځو کچه څومره ده.

معلولينو په وار – وار له خپله ژونده ناخوښي ښوولې او دوی ته د پاملرنې غوښتنه يې کړې ده. يو شمير يې وايي چې د طالبانو تر راتګ وروسته يې حقوق نه دي ورکړل شوي.