اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هند ته د خپل سفر پر مهال له هندي چارواکو او د مصالحې د عالي شورا له پخواني رييس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.
نوموړي نن (سې شنبه، ۱۵ د لیندۍ) پر ټويټر ليکلي، چې د هند د بهرنيو چارو وزارت له وياند او د دې هيواد د ملي امنيت له مرستيال سره يې په افغانستان کې د امريکا او هند پر ګډو ګټو خبرې کړې دي.
وېسټ ویلي، چې د امریکا متحده ایالات د هند د سخاوتمندانه بشري ملاتړ او د افغانانو د اساسي حقونو په برخه کې د ژمنتیا ستاینه کوي.
د امريکا ځانګړی استازی وايي، چې په هند کې يې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا له پخواني رييس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي او د افغانانو تر منځ د سياسي خبرو-اترو پر بېړنۍ اړتيا يې ورسره خبرې کړې دي.
ده زیاته کړې، چې نړيواله ټولنه پر دې يوه خوله ده چې خبرې – اترې بايد افغانان رهبري کړي او مخته يې يوسي.
توماس وېسټ د افغانستان په تړاو جاپان ته هم سفر کړی دی او تمه کېږي چې متحده عربي اماراتو ته به هم ولاړ شي.