زابل کې د کرومایټ کانونو استخراج پېل شو

اطلاعات روز: د زابل شهر صفا ولسوالۍ اړوند د کدو غره کې د کرومایټ کانونو د اول او دویم بلاک د استخراج چارې پېل شوې.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو د کانونو او پطرولیم ریيس مولوي نورالله نوري وایي، د دې ډبرې د استخراج قرارداد يې د پنځو کلونو لپاره د ګلوګلکسي او خوشحال احمدي شرکتونو سره لاسليک کړی دی.

دی زیاتوي، په دغه کانونو کې به لسګونه کسان په دندو وګمارل شي او له دې لارې به په کلني ډول هر کال دولت ته ميليونونو افغانۍ عوايد جمع شي.

اوس مهال په نړیوال بازارنو کې د يو ټن ناخالصو کرومايټو بيه شاوخوا څلور سوه پنځوس ډالره ده خو د زابل د دې کانونو د پلور په اړه لا معلومات نه دي ورکول شوي.

د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې د طالبانو د کانونو او پطرولیم وزارت اعلان کړی و چې د لوګر، زابل او کندهار د کرومايټو کانونه به د داوطلبۍ له لارې شخصي شرکتونو ته په قرارداد ورکړي.