زابل کې تنفسي او موسمي ناروغۍ زياتې شوي

اطلاعات روز: د زابل ولايت روغتيايي چارواکي د دې ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د موسمي او تنفسي ناروغيو د زياتېدو خبر ورکوي.

ددې ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وايي، د مرکز قلات ښار اړوند د باکوروزو په کلي کې نږدې ۲۰۰ کسان په تنفسي او موسمي ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړی زياتوي، په کومو سيمو کې چې تنفسي ناروغۍ رامنځته شوي پر وخت یې روغتياپالان لېږلي او هلته يې د ناروغ ماشومانو، ښځو او نارينه و درملنه کړې ده.

د هغه په خبره، چې تنفسي او موسمي ناروغۍ اوس د زابل په مرکز قلات، شاجوی، شهر صفا او ځينو نورو ولسواليو کې د زياتوالي په حال کې دي او همکاره موسېسات بايد ورسره مرستې وکړي.

د زابل د عامې روغتيا ریيس د موسمي ناروغیو د ناروغانو د شمېر په اړه وايي، يوازې يې د رواني اوونۍ په جريان کې د ۹۰۰ ناروغانو درملنه ترسره کړې ده.

دغه راز د سيمې اوسېدونکي له مرستندويه موسېساتو او د طالبانو له حکومت غواړي ترڅو د ژمي د سړې هوا پرمهال ورته د روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

ددوی په وينا چې هرکال د ژمي په سړې هوا کې د موسمي او نورو ناروغیو لپاره اړ دي ترڅو ښار ته سفر وکړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې زابل ولايت کې د موسمي ناروغیو پېښې زياتې شوي او لا هم دغه ناروغۍ د پراخيدو په حال کې ده.