اسلام اباد کې د طالبانو سفارت: د پاکستان په زندانونو کې يو زر او ۵۰۰ افغان کډوال بندیان دي

اطلاعات روز: پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له ډيپلوماټانو سره دی وايي، چې د پاکستان په زندانونو کې له دوه زره افغان کډوالو له ډلې څخه یوازې ۵۰۰ خوشې شوې دي.

دې سفارت تېره شپه (يکشنبه، ۲۷ د لیندۍ) د ټويټونو په يوه لړۍ کې ليکلي، چې د ټولو زندانيانو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

دې سفارت ويلي، چې طالب ډيپلوماټان له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي او د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل په تړاو یې ډاډ ورکړی دی.

ويل کېږي، چې په پاکستان کې افغان مهاجرين په دې دليل نيول کېږي چې د اوسيدنې يا هم اقامت سند نه لري. د نيول شويو مهاجرينو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شته دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي آګنس کالامار د پاکستان لومړي وزير ته په دې وروستيو کې يو ليک لېږلی او په دې هيواد کې يې د افغان مهاجرينو د ژوند او امنيت په اړه انديښنه ښودلې.

آګنس کالامار ليکلي، چې دا د هغو افغان پناه غوښتونکو د امنيت په اړه انديښمنه ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.