د سولې ولسي حرکت لسګونه غړو نن له ننګرهاره کابل ته پلی تګ پیل کړ

اطلاعات روز: د سولې ولسي حرکت غړو، چې د ننګرهار له مرکز جلال اباده یې کابل ته پلی تګ پیل کړ وایي، موخه یې د جګړې له ښکیلو خواوو د اوربند غوښتنه او په هیواد کې د روانې جګړې دریدل دي.

د سولې ولسي حرکت یو غړي عطاالله شګیوال نن (چهارشنبه، ۱۴ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تر کابله به پلی مزل وکړي او هلته به د امریکا سفارت مخې ته پرلت ووهي، ترڅو ښکېل لوري جګړه ودروي. شګیوال زیاته کړه: «د ننګرهار له مختلفو ولسوالیو راسره په دې حرکت کې سلګونه ځوانان او قومي سپین ږیري ملتیا کوي او کابل ته به ځو او هلته به د امریکا سفارت مخې ته پرلت وهو.»

د سولې ولسي حرکت غړي داسې مهال کابل ته د سولې په موخه پلی مزل پیلوي، چې نږدې دوه میاشتې کیږي چې د حکومت او طالب استازو ترمنځ قطر کې خبرې روانې دي، خو تراوسه نه یواځې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي بلکې جګړو لاپسې زور اخیستی.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته