انځور: ټولنیزې رسنۍ

وروستۍ هیله

(لنډه کیسه) لیکوال: شمس الحق حیران

په ټولګي چوپتیا حاکمه وه، د کوچنیو معصومو زده کوونکو پر څېرو د ناهیلۍ داسې سپېره ګرد پروت و تا به ویل چې د اعدام په جزا محکومان د دار کړۍ ته د نوبت په لیکه کې ولاړ دي. د هېچا تر خولې سوڼ نه خوت، د ټولګي له ماتو بې ښيښې کړکیو د مني د باد سړې څپې په چټکۍ راننوتې، د زده کوونکو له چاودې غومبورو تر تېرېدو وروسته له مخامخ دېوال سره لګېدې او د ماتېدونکې پوځ د لیکو په څېر تر بلې پرانیستې ماتې کړکۍ بېرته بیرون ته ستنېدې. د ټولګي له کړکۍ لږ آخوا د ښوونځي د یوازینۍ سپېرې ونې پر ښاخ د ناستې کوترې له غرېو ډک غومبر راتلو. د ټولګي کړکۍ ته نږدې ناستو زده کوونکو هره شېبه دواړه لاسونه سره راټولول او خولې ته یې وړل، کوووف، کوووف یې کول؛ تر څو د ازموینې له پیلېدو وړاندې خپلې یخ نیولې کرغچې ګوتې له کرختۍ وساتي.

له معمول سره سم مې باید د ازموینې له پیل وړاندې دوی ته د ازموینې د جریان په تړاو بنسټیز اصول وریاد کړي وای؛ له څوکۍ په همدې تکل راولاړه شوم، څو ځله مې خوله خبرو ته جوړه کړه، خو هر ځل مې احساسوله چې د غرېو کلکه غوټه مې ستوڼي ته رالوېږي، ژبه مې درنه وه، کلمې مې له خولې تښتېدلې، د زړه، ژبې او دماغ اړیکه مې نه ټينګېده، د ټولګي د تورې تختې مخ کې مې څو ګامه واخیستل، هڅه مې کوله له سترګو راخوټېدونکې اوښکې مې ماشومان ونه ویني. د عینکو برابرولو په پلمه مې په غلا د اوښکو لومړۍ څپه په دواړو ګوتو راټینګه او پر مخ راتېره کړه. ماشومان ځير وو، ټولو انتظار کاوه چې د کلنیو ازموینو په وروستۍ ورځ د خپلې ښوونکې خبرې واوري. په بنده بنده ژبه مې ورته وویل: سس….سلامونه!….اېما خوږو زده کوونکو! تاسو خو پوهېږئ چې څومره راته ګران یاست؟ نن له خیره ستاسو د سږ کال وروستۍ کلنۍ ازموینه ده. باوري یم چې ښې، ښې نومرې به واخلئ او په ژمي کې به د لوبو تر څنګ ….[دلته مې ژبه توتله شوه، ځکه ما غوښتل دوی ته ووایم چې د لوبو تر څنګ به د ښوونځۍ کتابونه هم لولئ او راتلونکي کال ته به تیاری نیسئ؛ خو بېرته رایاد شول چې دوی به نور هېڅکله د ښوونځي مخ ونه ویني…]، خبره مې واړوله: ….نو خوږو زده کوونکو، را روان ژمي کې به د لوبو تر څنګ ځان له یخنۍ هم ساتئ. بس همدومره، نورې کلمې مې په رپېدونکو شونډو کې ورکې شوې.

 لکه په ستوني کې بنده مړۍ چې په زور تېره کړې؛ همداسې مې خبرې نیمې نیم ګورې پرېښودې. په پنځم کتار کې د ناستو دوو نجونو رڼا او بهیجې په سترګو کې مرغلینې اوښکې ځلېدې، دوی په سن تر نورو لږ غټې وې. رڼا زما د خبرو په لړ کې څو ځله د سپين ټکري پېڅکه پر سترګو تېره کړه، د بهیجې لاس کې نرم دسمال و او یوازې په هماغه یې خپلې اوښکې وچولې. نور زده کوونکي مات او مبهوت ناست و، لکه فابریکه کې چې ماشیني روباتانو ته لګیا یم. باوري نه وم چې خبرې مې اوري که نه، خو ورته لګیا وم او هغوی هېڅ غبرګون نه ښود. ښايي د یوې ښوونکې په څېر زما د ډاډينې نیمګړې خبرې به د هغو ترخو تېرو خبرونو په پرتله بېخي ورته دروغ ښکارېدې چې هره ورځ یې له رسنیو یا د کورنۍ له غټانو اورېدل. هېچا هېڅ راته ونه ویل، زړه مې وسوځېد.

ازموینه پیل شوه، په چوپه فضا کې یوازې د سپینو کاغذونو پر مخ د کرښېدونکو قلمونو نری غږ اورېدل کېده، سترګې مې پټې کړې، د دغو قلمونو غږ مې په زړه خوږ لګېده، باور مې نه کېدو چې دا غږونه به خپ او خاموش شي. خو د حقایقو د تور سمندر له زړه راپورته شوي توپان مې د تصور د ښکلې نړۍ وړوکې جزیرې یو په بل پسې لاندې کولې؛ هر څه تورو څپو په مخه اخیستي وو او ما لکه د لېونۍ په څېر د څپو له مخې ډوبېدونکي ماشومان غېږه کې را اخیستل او د خیال ژغورونکې لوړې ودانۍ ته مې فناه وړه.

د نورو ازموینو خلاف، هېڅ زده کوونکې ونه پوښتل چې فلانۍ پوښتنه ورته ګونګه ده او په اړه یې نور وضاحت غواړي؟ هرې یوې په چوپه خوله د پوښتنو پر حل داسې سرونه ټيټ اچولي وو، تا به ویل چې په سجده پرتې دي. زه د عواطفو یوې بې پایه سېلۍ په مخه کړې وم، د زده کوونکو له سترګو مې ځان الونیه کړ، په بیړه مې له دستکول درې نرم دسمالونه راواخیستل، له زړه راختونکي کوکې مې د اوښکو په راڼه بهیر بدلې شوې، د ښي لاس د درېیو دسمالونو غېږه مې دومره لمده شوې وه، چې له لاسه مې په ښویېدو وو. د تدریس لېونۍ مينه، څو کلنې هلې ځلې، د دغو ګلالیو ماشومانو کړسندې خنداوې، د روښانه ژوند هیلې او د مورنۍ مینې په خوږو کې نغښتې انګېزه بښونکې جملې مې یوه یوه د سترګو پر وړاندې تېرېده. د ځان او دوو وړوکو بچیانو د بې معاشه نامعلوم برخلیک او د غو ماشومو فرښتو زده کوونکو د تیارې راتلونکې سوچونو په سر اخیستې وم.

د خیالونو لړۍ مې وشلېده، پام مې شو چې یوه، یوه زده کوونکې مې خپله حل کړې پارچه د ټولګي د تورې تختې مخکې پراته مېز پر سر ږدي او ما ته د وروستۍ خدای پامانۍ لپاره ولاړې دي. هرې یوې ته ورغاړې وتم، کلکې کلکې مچوګانې مې ترې واخیستې، ټولو په پټه خوله اوښکې تویولې. ورو، ورو د ټولګي کنګلي چوپتیا په ماتېدو شوه، اوښکې په نریو زګېرویو او ژړاو بدلې شوې، دا لړۍ پسې وغزېده، وغزېده او وغزېده. لکه د ډوبېدونکې بېړۍ بې وسه سپاره چې د نجات هېڅ هیله یې نه وي او له ډوبېدو مخکې د وروستي ځل لپاره یو بل ته غاړه ورکوي. هره ماشومه مې په تندي ښکلوله او په اوښکو مې رخصتوله. ټولګی کابو تش شوی و، یو څو پاتې ماشومانې هم په وتو وې، خو د لومړي کتار په دویمه څوکۍ ناستې زینب رڼې سترګې راته نیولې وې، ما ته یې د درسي کال په لړ کې د نوموړې د پلټونکي ژور کاته رایاد کړل چې زما له خوا د ریاضي د هرې پوښتنې له کولو وروسته به هغې په ځيرکانه انداز راته کتل، له هر چا وړاندې به یې د دقیق ځواب ویلو په پار لاس پورته کړی و؛ خو نن زړه ماتې وه، هغه تېزه ځلا یې له سترګو لوېدلې وه، پوه شوم چې د پارچې راکولو مخکې ما ته څه ویل غواړي. په مینه ورټيټه شوم، پر سر مې ښکل کړه: زینبو شیرینې، پارچه خو دې ماشاءالله ټوله ډکه کړې ده، کومه پوښتنه خو به نه لرې؟ هغې سر راپورته کړه، د سوال په بنده بنده ژبه یې راته وویل: استادې: پوښتنې مې ټولې ځواب کړې؛ خو، خو… خو یوه وروستۍ هیله مې منې؟ او له دې سره زما ځواب ته له تم کېدو مخکې په ژړا شوه، نریو سلګو په سر واخیسته، هېڅ یې سلګۍ نه درېدې؟ په لاس کې د نیولو پارچو ټولګه مې بېرته پر مېز کېښوده، غېږې ته مې راجوخته کړه، زما اوښکې یې هم پر ټيکري وڅڅېدې؛ ووایه: شیرینې! ولې نه، استاده دې درجار شي، ولې به یې نه منم. زینب په خواره خوله وویل: استادې، خیر دی، ما ناکامه کړه؟! د نجونو ښوونځي یې وتړل، زه نه غواړم د شپږم ټولګي له پای ته رسېدو وروسته په کور کېنم. په کور کې مې په تاسو او ټولګیوالو پسې زړه خوږېږي؛ غواړم شپږم ټولګی بیا ووایم. «پای»